بايسکل ځغلول د بدن لپاره جسمي او اروايي ګټې لري

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
ژباړه: نسيمه محمدي

د بايسکل ځغلول او د نس د وازدو ويلې کېدلو اړيکه، د ډېرو خلکو پوښتنه ده. دا ورزش د دروند والي له امله د نس، اړخونو او ورنونو په ډنګرولو کې زيات اغېز لري. دا ورزش ډېره کالوري سوځوي او که په ورځنۍ توګه د لنډې مودې لپاره تر سره شي، د چټک ډنګروالي سره مرسته کوي.
وړاندې د بايسکل ځغلولو او وزن کمېدلو د ګټو په اړه وايو راسره اوسٸ.

بايسکل ځغلول، څومره کالوري سوځي؟

بايسکل ځغلول د هغو ورزشونو له ډلې څخه دى، چې کولاى شي په زياته اندازه کالوري وسوځوي. البته د کالوري سوځولو اندازه يې د کس د وزن او د پښو د چټک حرکت سره تړاو لري. خو په منځنۍ توګه د دغه ورزش په مرسته کولاى شٸ، په يوه ورځ کې ١٥٠٠ کالري وسوځوٸ. که مو سرعت د ١٤ – ١٦ کيلو مټره او وزن مو هم ٩٠ کيلو اوسي، د دغه ورزش په مرسته په يوه ساعت کې ٨٠٠ کالوري سوځولاى شٸ.

بايسکل ځغلول څنګه د وزن کمېدلو سبب ګرځي؟

بايسکل ځغلول او وزن کمېدل هغه وخت شونې ده، چې لږ چټک تګ ولرٸ. همدارنګه د اونۍ په لړ کې ٣ ځلي او هر ځل دوه ساعته بايسکل وچلوٸ، چې په بدن مثبت اغېز وښندي. البته دا اندازه ورزش د هغو کسانو لپاره دى چې زيات وزن لري او غواړي ژر وزن کم کړي.
که د خېټې او اړخونو ډنګروالي لپاره بيړه نه لرٸ، ورزش د کم سرعت سره پيلولاى شٸ. د دغه ورزش اغېز يوازې د ورزش د وخت پورې محدود نه دى، بلکه له ورزش وروسته هم، څو ساعتونو لپاره دوام لري.
په منظم ډول د بايسکل ځغلولو اغېز په ډنګروالي کې له اټکل لوړ دى. کله چې رکاب وهٸ، د نس د وازدو په کتله فشار راځي. همدارنګه د ورنونو ماهيچې/ عضلي هم پياوړې کوي.

بايسکل ځغلول او د نس د وازدو ويلي کېدل

د دغه ورزش اغېز د غړو د تناسب او د ډنګرېدلو دليل د عضلو د جوړېدلو له امله دى. دا ورزش کولاى شي څلورګوني او د ورنونو شاته عضلې په حرکت راولي. حتا که دا ورزش په ورو او کم سرعت سره وکړٸ، بيا هم د بدن په ښکلا او ډنګرېدلو کې د پام وړ اغېز لري. که دا ورزش مخ په لوړ ځاى کې ترسره شي، په ډېره لنډه موده کې د نس د کوچني کېدلو سره مرسته کوي. مه هېروٸ د ورزش ترمنځ بايد واټن رامنځته نه کړٸ. که وويل شول، د اونۍ درې ځلي، نو له دمې پرته يې بايد ترسره کړٸ.

د بايسکل ځغلولو سره د پښو د عضلو پياوړي کول

پلى تګ او منډه وهل د بدن په ډنګرېدلو کې زيات تاثير لري. دا چې په بايسکل ځغلولو کې په همماله توګه پښې د يوې اوسپنيزې وسيلې سره په حرکت راځي، ډېره کالوري سوځوي. د دغه ورزش تکرار د عضلو په پياوړتيا او کلکېدلو کې اغېز لري.

د استرېس کمېدل

د دغه ورزش له ګټو يو هم د اضطراب او استرېس کموالى دى. کله چې د پايډل وهلو په حال کې يٸ او ټول فکر او سوچ مو يوې موضوع ته متمرکز وي، د استرېس کچه ټيټوي. په ورته وخت کې د پښو د حرکتونو پيلېدلو سره، ستاسې په بدن کې د خوښۍ هورمون”دوپامين” افرازېږي. ژور تنفس او د اکسيجن د حجم زياتېدل، هم د اسټرېس کموالي سره مرسته کوي.
د يوې څېړنې پر اساس څرګنده شوه، چې يو ساعت بايسکل ځغلول، کولاى شي ٤٠% اسټرېس کم کړي.

د بدن د غړو کشش/ نرمښت

د دغه ورزش يوه بله ګټه د بدن د غړو، کشش دى. د سرين او ورنونو عضلات تر ټولو ډېر اغېزمن کېږي. د بدن انعطافي حالت د بايسکل ځغلولو سره زياتېږي. څرنګه چې د بدن ښکتنۍ برخې په دغه ورزش کې دخيلې دي، قدرت او پياوړتيا يې هم زياتېږي. د عضلاتو کشش نه يوازې د بدن انعطاف پذيري زياتوي، بلکه د عضلاتو د تقويت سبب هم ګرځي.

د خوب ښه والى

بايسکل ځغلول د خوب د وضعيت ښه والي سره مرسته کوي. حتما پوه يٸ، چې لږ خوب او يا خراب خوب د وزن کمېدلو لپاره ستاسې هڅې بېځايه کوي. دا په داسې حال کې ده چې د دغه ورزش سره ښه خوب تجربه کولاى شٸ. ځکه په بدن کې د استرېس کمېدل او د اکسيجن زياتېدل د ښه خوب سره مرسته کوي.

د زړه ښه فعاليت

زړه د بدن د مهمو غړو څخه دى، چې سلامتيا يې تر ډېره د بدني خوځښتونو پورې تړاو لري. به اونۍ کې شل دقيقې بايسکل ځغلول کولاى شي د زړه په ناروغۍ د اخته کېدلو ګواښ تر ٥٠ % راکم کړي. په دې شرط چې تل دا ورزش ترسره کړٸ. نو يوازې د نس وازدو ويلي کېدل او بايسکل ځغلول اړيکه لري، بلکه جسمي روغتيا هم تضمينوي.