روسیه: د امریکا له امله افغانستان کې د نشه يي توکو کارو بار زیات شوی

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

روسیه وایي امریکا په افغانستان کې د نشه يي توکو د کرکېلې د ډېرېدو لامل وه.

د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال دیمتري مدودوف روسي رسنیو ته ویلي چې امریکا په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د نشه يي توکو پر کرکېله سترګې پټې کړې وې.

دده په خبره افغانستان د امریکا له راتګ سره د نشه يي توکو کارو بار او کرکېله ډېره شوه.

مدودوف وایي له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې د نشه يي توکو په کرکېله او کاروبار کې څلوېښت سلنه ډېروالی راغی چې ددې هر څه لامل د امریکا بې پروايي وه.

هغه ویلي چې روسیه لا هم په سیمه کې د نشه یي توکو کاروبار ته د خطر په سترګه ګوري او تمه لري چې ددغه پدیدې پر وړاندې اغېزناکه مبارزه وشي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي