درېیو نورو امریکایي استازو هم له بايډن د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ ازادول غوښتي دي.
درېیو امریکایي استازو جیس کرو، تام مالینوفسکي او پیتر مایجر په یوه ګډ لیک کې د امریکا له حکومت غوښتي چې ژر تر ژره د افغانانو د کنګل شوې شتمنۍ ستره برخه ازاده کړي.
یادو استازو ویلي چې دا د افغانستان د خلکو شتمني ده او امریکا دې په غیر قانوني توګه د عامو وګړو شتمني نه کنګل کوي.
د استازو په خبره امریکا هغه پیسې کنګل کړې چې د افغانستان له خلکو سره د مرستو او عامه خدماتو لپاره ځانګړې شوې وي، نو ښه به وي چې ژر تر ژره یې ازادې کړي.
دغه امریکايي استازي ټینګار کوي چې دا د افغانانو حق دی او امریکا ته په کار ده چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د یاد هېواد کنګل شوې شتمني ازاده کړي.
تر دې وړاندې د برني سندرز په ګډون ګڼو نورو امریکایي استازو هم د افغانانو د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو غوښتنه کړې وه.
د یادونې ده چې تېره ورځ امریکايي مخکښ سناتور برنیس سندریز په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوی د ټولو ګډ مسوولیت دی.
دده په خبره د امریکا ولسمشر او ددغه هېواد حکومت ته په کار ده چې ژر تر ژره په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره ددغه هېواد کنګل شوې شتمنۍ ازاده کړي.
سندرز وایي دلته بشري ناورین د پراختیا په حال کې دی او د امریکا بندیزونه به د میلیونونه کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.
تر سندریز مخ کې ګڼو نورو امریکايي او نړیوالو سیاسیتوالو هم ددغه شتمنیو د ازادولو غوښتنه کړې ده او د بندیزونو دوام یې د ناورین ستر لامل بللی دی.