د ا.ا.ا پر اماراتو د حوثي یاغیانو برید غندلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې حوثي یاغیانو پر هوایي ډګر او ملکي تاسیساتو برید کړی دی چې ملکي وګړي یې پکې وژلي دي.
د سرچینې په خبره افغانستان دغه برید غندي او هغه بشر ضد جنایت بولي.
د یادونې ده چې پر متحده عربي اماراتو د حوثي یاغیانو بریدونو سخت غبرګونونه پارولي دي.
تېره ورځ حوثي یاغیانو له ډرون الوتکو او بالستیک توغندیو په استفادي د متحده عربي اماراتو په مرکز ابوظبي کې څو سیمې په نښه کړې.
په دې کې هوایي ډګر او د تېلو څو تصفیه ځایونه شامل وو.
په دې بریدونو کې شاوخوا ۳ کسه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
حوثیانو په ښکاره ددې برید پړه منلې او د بریدونو د ډېرولو خبره یې کړې ده.
اماراتو دا یو ترهګریز برید بللی او په خبره یې د برید ځواب پر وخت ورکوي.
بلخوا امریکا بیا دا برید غندلی او زیاتوي چې امریکا د خپلو ملګرو هېوادونو پر وړاندې دغه ډول اقدام نه زغمي.
دې بریدونو ګڼ نور پراخ غبرګونونه هم را پارولي او ټولو اړخونو بشر ضد جنایت بللی دی.