پخواني ولسمشر له ناروې د مرستې د ډېرولو غوښتنه کړې ده.
د ناروې سفیر او د افغانستان لپاره د ناروې د ولسمشر ځانګړي استازي انډرېس لینډ من په کابل کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان پر روان وضعیت خبرې شوې دي.
حامد کرزي ویلي چې ناروې له اوږدو کلونو راهیسې له افغانستان سره په بېلو برخو کې بشردوستانه مرستې لرلې دي او تمه لري چې دغه مرستې لا پراخې شي.
د ناروې سفیر هم ویلي چې دوی له افغانانو سره ښو اړیکو او له دغه هېواد سره بشردوستانه مرستو ته ژمن دي او په دې برخه کې د خپلو هڅو پر پراختیا بوخت دي.
په دې لیدنه کې همدا راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا هم ټینګار شوی دی.
په ورته وخت کې د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د ناروې سفیر او د افغانستان لپاره د ناروې د ولسمشر ځانګړي استازي لینډ من د پوهنې وزارت له چارواکو سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې په افغانستان کې د زده کړو پر وضعیت او ښوونځيو پر فعالېدو خبرې شوې دي.
د ناروې سفیر ویلي چې دوی له افغانستان سره له اوږدو کلونو راهیسې په تعلیمي برخه کې مرستې کوي او د مرستو دوام ته ژمن دي.
له دې سره جوخت د پوهنې وزارت چارواکو هم د ناروې له دایمي مرستو مننه کړې ده او زیاتوي چې افغانستان د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري او تمه لري چې ناروې هم د تېر په څېر له افغان حکومت سره په تعلیمي برخه کې خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.