افغانان عمران خان ته: بشري قوه دې زموږ نه ده پکار، موږ پوره ظرفیت لرو

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

وروسته تر هغه چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل چې غواړي افغانستان ته بشري ځواک ولېږي، د ټولنیزو رسنیو افغان فعالانو د نوموړي دې څرګندونو ته سخت غبرګون وښود.

د ټولنیزو رسنیو کارونکو د عمران خان د خبرو په غبرګون کې ویلي چې افغانان د سیمې په کچه بشري قوه لري او د بل هېواد ځانګړې توګه د ترهګر پاکستان نه یوازې بشری قوې بلکې هیڅ راز مرستې ته اړتیا نه لري.

دوی عمران خان ته په خطاب کې ویلي، هغه قوه چې افغانستان ته یې رالېږې خپله ترې استفاده وکړه څو پردیو ته له کچکول نیولو او پور اخیستلو راوګرځې.

افغان حکومت که څه هم تازه د عمران خان څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې تر دې د حکومت عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه مرکه کې ویلي وو چې افغانان تر هیچا هم کم نه دي او په هره برخه کې پوره ظرفیت لري نو د هیچا کاري ځواک ته اړتیا نه لري.

د یادونې ده چې نن د پاکستان لومړی وزیر ویلي افغانستان ته مسلکي کسان لېږي.

عمران خان په تازه څرګندونو کې ویلي چې افغانستان د کاري ځواک له کمښت سره مخ دی نو دوی به له دغه هېواد سره د مرستې لپاره په بېلو برخو کې خپل کسان استوي.

عمران خان ویلي چې افغانستان دمګړی په مالي، ټیکنالوژيکي او نورو برخو کې د مسلکي کسانو له کمښت سره مخ دی.

هغه همدا راز ویلي چې د روغتیا، تخنیک او رسنیو برخه کې هم له افغانستان سره همکاري کوي.

عمران خان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې افغان لوري تر دې دمه له هېڅ هېواد په رسمي توګه د کار کوونکو د رالېږلو غوښتنه نه ده کړې، خو ټولنیزو رسنیو کې کاروونکي وایي چې پاکستان په دې توګه دلته د نفوذ پراخولو په لټه کې دی.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي