د هېواد پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د بریتانیا د پوځ له مخکیني لوی درستیز جنرال نیک کارتر سره خبرو کې ویلي چې ده وروسته تر هغه له هېواد څخه د وتلو پرېکړه وکړه، کله یې چې ساتونکو ورته وویل چې دوی نور د ده او پلازمینې کابل د ساتلو امکان نه ویني، ځکه طالبانو د خپلې ژمنې خلاف کابل ښار ته خپل وسله وال دننه کړي دي.
وروسته تر هغه چې امریکایي ځواکونو په بېړه له افغانستان څخه د وتلو پرېکړه وکړه، طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړ او په ډېر سرعت یې د کابل پر لور پرمختګ پیل کړ.
اشرف غني چې د کابل د سقوط په ترڅ کې متحده عربي اماراتو ته تللی دی وایي، دی درک کوي چې هېوادوال د هېواد د سقوط پړه پر ده اچوي خو ټینګار کوي چې د افغانستان د سقوط اصلي لامل پر نړیوالو شریکانو ځانګړې توګه پر امریکا د ده باور و.
نوموړي دا څرګندونې د بریتانیا د پوځ پخواني لوی درستیز جنرال نېک کارټر سره په ځانګړو خبرو کې کړې دي چې د بي بي سي له لارې نن پنجشنبه خپرېږي.
په دې ځانګړو خبرو کې پخواني افغان ولسمشر د اګست د پنځلسمې، یعني د کابل د سقوط ورځې پېښو ته په اشارې ویلي:
“د هغې ورځې پر سهار مې فکر هم نه کاوه چې ماسپښین به له افغانستان ووځم. موږ ته ویل شوي وو چې حقاني شبکه به کابل ته نه داخلېږي. خو دوه ساعته وروسته وضعیت بدل و. د ملي امنیت سلاکار ډاکټر محب او د ولسمشر د امنیت ځانګړي ځواک (پي پي اېس) قومندان راغلل او راته یې وویل چې (پي پي اېس) سقوط کړی. که ما مقاومت کړی وای نو دوی ټول به وژل شوي وای. دا توان یې نه درلود چې زما او د محب دفاع وکړي. ډاکټر محب سخت وارخطا و. ما ته یې له دوه دقیقو ډېر وخت رانکړ. زما هدایت دا و چې خوست ته د تلو تابیا ونیسو. هغه (محب) راته وویل چې خوست او جلال اباد هم سقوط کړی. زه نه پوهېدلم چې چېرې ځو. کله چې الوتکه پورته شوه ایله هغه وخت پوه شوم چې له افغانستان ووځو. نو دا هر څه ډېر ناڅاپه وشول”.