عباس ستانکزی: د غرب فشار او غوښتنو ته نه تسلیمېږو

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د افغانستان نوی حکومت وايي نړیوال یوازې ددې لپاره اقتصادي فشارونه راولي چې د دوی خبرې ومنل شي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیرعباس ستانکزي نن په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې نړیوال پر دوی فشارونه راولي او هڅه کوي پر دوی خپلې خبرې ومني، نو له همدې امله یې اقتصادي فشارونو ته مخه کړې ده.

هغه یو ځل بیا ویلي چې د اقتصادي فشارونو په تړاو د امریکا اقدامات د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف دي او په کار ده چې له دغه کړنو په شا شي او د افغانانو شتمني ازاده کړي.

هغه ټینګار وکړ چې د نظام د پیاوړتیا لپاره د اصلاحاتو لړۍ چټکه ده او په بېلو برخو کې د مسلکي کسانو ګومارنه روانه ده.

ستانکزي زیاته کړې چې د افغانانو د یووالي لپاره کار کوي او ټول به په حکومت کې ونډه ولري.

ستانکزي پر نړیوالو او ګاونډیو هېوادونو غږ وکړ چې له افغانستان سره اقتصادي همکاري وکړي او دلته د اقتصادي ودې لپاره خپلې مرستې ډېرې کړي.

په ورته وخت کې نیویارک ټایمز په یوه تحلیل کې ویلي، امریکایي سیاستوال او ډېری پالیسي جوړوونکي په دې باور دي چې په افغانستان کې د امریکا د ماتې تر ټولو ستره مسوولیت پر پاکستان دی نو له همدې امله امریکا ته په کار ده چې نور دې پر دغه هېواد له تکیه کولو لاس واخلي.

په مطلب کې راځي له پاکستان سره دې نظامي همکارۍ کمې کړل شي، د افغانستان په اړه دې له دغه هېواد سره بحثونه ختم کړل شي، بلکې مستقیم دې له افغانستان سره اړیکې پیاوړې کړل شي او تر څنګ یې دې له دغه هېواد سره د امریکا په مرستو کې کموالی راشي.

سرچینه وړاندې لیکي که امریکايي سیاستوال دې مواردو ته پام نه کوي او د پخوا په څېر له دغه هېواد سره اړیکو ته ادامه ورکوي، نو دا به د یوې تېروتنې بیا بیا تکرار وي چې زیانونه به یې یوازې امریکا ته اوړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي