اسلامي امارت د پوتین د وروستیو څرګندونو هرکلی کړی

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د‌ اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د وروستيو څرګندونو هرکلی وکړ.

پوتین په تازه څرګندونو کې يې ويلي، چې د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد(ص) ته سپکاوی د بيان ازادي نه، بلکې د دیني ازادۍ مخالفت او د مسلمانانو احساساتو ته سپکاوی دی.

د روسیې ولسمشر دا هم ويلي، چې هېواد يې د طالبانو د حکومت په رسميت پېژندلو لپاره هڅه کوي او د افغانستان د کنګل شویو بانکي زېرمو د خلاصون غوښتنه کوي.

د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د پوتین د دغو څرګندونو هرکلی کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په يوه خبري کنفرانس کې لويديځ د افغانستان له بيارغونې سره په ډېرې مرستې مسوول ګڼلی.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي