د باکټریا او وایروس ترمنځ نوپيرونه!

رنګین تجريدي ډیزاین
ژباړه

باکټریا او وایروسونه دواړه د ناروغۍ رامنځته کولو وړتیا لري. خو دا دواړه د بیولوژيکي پلوه بشپړ توپير لري. په داسې حال کې چې باکټریا یو حجروي دي، خو وایروسونه ژوندي موجودات نه دي ځکه یې له منځه نشو وړلای.

باکټریا او وایروس دومره کوچني دي چې پرته له مایکروسکوپ په سترګو نه لیدل کېږي. دوی په ډېر لنډ وخت کې تکثر کوي او موږ ناروغه کولای شي. خو له دې اخوا، باکټریا او وایروسونه د یو بل سره ډېر ورته والی نه لري.

باکټریاوې په خپله ځان پالي

باکټریاوې ژوندي موجودات دي، چې یوازې له یوې حجرې جوړېږي. دا حجره د ټولو هغو محتویاتو لرونکې ده چې دوی ورته اړتیا لري. ډیفتري، وبا، توبرکلوز او توره ټوخله د باکتریاوو له امله رامنځته کېږي. خو داسې نه ده چې ټولې باکټریاوې بدن ته مضرې دي. مثلا هغه باکټریاوې چې په کولمو کې دي، د خوړو په هضم کې مرسته کوي.

وایروسونه د تکثر ماشینونه؛

د باکټریاوو اپوټه، وایروسونه د انتان ذرې دي او حجرې نه دي. وایروسونه نوکلیک اسیدونه دي چې دنننه په پروټيني پوښ پټ شوي دي.

نو وایروسونه حجروي سلولونه نه دي چې وکولای شي ځان ته انرژي او پروټين تولید او یا تولید نسل وکړي. له همدې امله وایروسونه له باکټریاوو ډېر کوچني دي. د باکټریا غټ والی د ٠,٠٠١ ملي مټر شاوخوا دی، او د وایروسونو غټ والی د دې رقم سلمه برخه دی.

ډېری څېړونکي او پوهان وایروسونه ژوندي موجودات نه ګڼي.مسﺉله دلته ده چې تر اوسه د ژوندي موجود په توګه ځانګړنو څرګند تعریف ورته نشته.

وایروسونه څنګه تکثر کوي؟

وایروس تکثر د باکټریا سره ډېر توپير لري. باکټریا د نورو حجرو په مرسته تکثر کوي. وایروسونه خپل ارثي خواص د ژوندیو موجوداتو حجرو ته لېږدوي او د حجرو کړنلاره ګډوډوي. دوی د یوې درغلۍ سره هغه کار کوي چې د کوربه حجرې فقط وایروسي ذرې تولید کړي، تر څو چې حجم یې زیات او وچوي. د حجرې له چاودلو او سوري کېدلو وروسته، نوي وایروسونه خپرېږي.

هر وایروس د ځانګړي کوربه حجرو اړوند وي. ځيني وایروسونه په بوټو برید کوي، ځينې په څارويو، په انسانانو او حتا په باکټریاوو. وایروسونه ممکن په انسانانو کې د ایډز، هرپس، زېړي/ هېپټايټ او شري ناروغيو سبب شي.

د وایروسونو د مقابلې لپاره ځانګړي درمل؛

له انتي بیوتیک څخه د باکټریاوو پر وړاندې کار اخیستل کېږي. خو وایروسونه چې ژوندي نه دي، نو مړه کېږي هم نه. یوازې د وایروس ضد درمل”Antiviral“ یې پر وړاندې ګټور دي. دا درمل د وایروسو د زیاتېدلو مخه نیسي او د کوربه جسم حجرو ته د داخلېدلو څخه مخنیوی کوي.

سزه له دې روغتیاپالان، د وایروسي انتان کې انتي بیوتیک ورکوي. دلیل یې دا دی، کله چې یو شخص په وایروس اخته کېږي، د بدن دفاعي سیسټم کمزوری کېږي. دا د دې لامل کېږي چې باکټریاوې په اسانۍ بدن ته دنننه شي.

بله لاره د واکسین څخه ګټه اخیستل دي، چې کولای شي د باکټریاوو او وایروسونو په وړاندې وکار شي.