سلګونه کسانو کابل کې د امریکا ضد لاریون کړی

رنګین تجريدي ډیزاین

په کابل کې سلګونه کسانو د امریکا ضد لاریون کړی دی.

په کابل ښار کې سلګونه کسانو د امریکا له سفارت سره نږدې ددغه هېواد پر ضد شعارونه ورکړي او وایي چې امریکا دې ژر تر ژره د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

دوی وایي چې امریکا په غیر قانوني توګه د افغانستان د خلکو شتمني کنګل کړې ده او دا کار دوی ته د منلو نه دی.

لاریون کوونکي وايي د امریکا د اقتصادي بندیزونو له امله افغانان له ستونزو سره مخ دي نو له همدې امله دې امریکا خپل بندیزونه لرې کړي او نړیوالو ته په هم په کار ده چې امریکا د افغانستان د شتمنیو ازادولو ته اړ کړي.

امریکا هغه مهال د افغانستان میلیاردونه ډالر شتمني کنګل کړه، چې طا لبانو د واک واګې واخیسته او تر دې دمه ددې شتمنۍ پر کنګل کولو ټینګار کوي.

په ورته وخت کې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې ویلي چې د امریکا د کانګریس ګڼو غړو، په امریکا کې د بشري حقونو فعالو بنسټونو او ځینې اداراتو په بېلو لیکونو کې د بایډن له ادارې پر افغانستان د اقتصادي فشارونو د کمولو غوښتنه کړې ده.

سرچینه وایي پر بایډن فشارونه ډېر شوي او ښایي دې ته اړ کړل شي چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي او یا هم پر بدېلو لارو چارو فکر وکړي.

له هغه وروسته چې طا لبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل د بايډن ادارې پرېکړه وکړه چې د هېواد شاوخوا ۹ میلیارده ډالر شتمني کنګل کړي.

دې مسئلې د افغانستان په اقتصادي چاپېریال کې بې باوري رامنځ ته کړه، چې نه یوازې د پانګو د تېښتې سبب شوه بلکې په هېواد کې یې اقتصادي وضعیت ناوړه کړی دی.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي