متقي: د عمران خان څرګندونې افغانانو ته سپکاوی نه دی، د هغه شخصي نظر دی

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د وروستیو څرګندونو غبرګون کې ویلي چې دا د هغه شخصي نظر دی.

نوموړي زیاته کړې ده چې ا.ا هیچاته د نورو پر ضد د افغان خاورې د کارولو اجازه نه ورکوي او دوی خپلو اصولو ته ژمن دی.

نوموړي نن په کابل کې خبریالانو سره په خبرو کې اسلام اباد ته د خپل سفر د لاسته راوړنو په اړه ویلي چې دوی د اسلامي همکاریو سازمان د غونډې په څنډه کې د ډیر شمېر اسلامي هېوادونو له استازو سره کتلي دي.

د نوموړي په خبره، دوی له یادو هېوادونو غوښتنه کړې ده چې په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي چې په وینا یې هغوی ورسره منلې ده او ښایي په نږدې راتلونکي کې یاد هېوادونه خپلې استازولۍ په کابل کې بېرته پرانیزي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د عمران خان وروستیو څرګندونو ته د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی توند غبرګون وښود.

کرزي د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډه کې د پاکستان د صدراعظم عمران خان څرگندونې د افغانانو ترمنځ د تفرقه اچونې هڅه او د افغانستان خلکو ته توهین گڼي.

د حامد کرزي له لورې په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د عمران خان دا خبرې چې گواکې داعش ډله په افغانستان کې فعالیت لري او له افغانستان څخه پاکستان تهدیدوي د افغانستان خلاف ښکاره تبلیغ بولي ځکه چې په واقعیت کې موضوع کاملا برعکس ده او د داعش تهدید له اوله له پاکستان څخه افغانستان ته متوجه دی.

نوموړی د پاکستان حکومت ته توصیه کوي چې د افغانستان پر خلاف له تبلیغ او زموږ په کورنیو چارو کې له لاس وهنې په کلکه ډډه وکړي.

کرزي همدا راز ویلي، چې پاکستان دې په بین المللي مجامعو کې د افغانستان په نمایندگۍ خبرې نه کوي او برعکس د یو نېک گاونډي په توگه د دواړو هېوادونو ترمنځ د حسنه او متمدنو روابطو د ایجاد لپاره دې کوښښ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون ورځ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د کارنده مبارزې لپاره یو پياوړی حکومت اړین بللی دی.

نوموړي په افغانستان کې د داعش ډلې ګواښ ته په اشارې ویلي چې د دغې ډلې مخنیوي لپاره افغانستان یو پیاوړي حکومت ته اړتیا لري.

نوموړي د نجونو پر زده کړو او د ښځو په کار د طالبانو بندیز د افغانستان کلتوري موضوع بللې ده.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي