امریکا: زموږ پالیسي بشردوستانه خدمات نه زیانمنوي

رنګین تجريدي ډیزاین

امریکا وایي په افغانستان کې د بشردوستانه خدماتو په برخه کې فعالو موسساتو ته دې خنډونه نه جوړېږي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په افغانستان کې له ټولو موسساتو، لکه ملګرو ملتونو، نړیوال سره صلیب، د کډوالو نړیوال سازمان او نورو سره په اړیکه کې دي او دوی لا ډېرو بشردوستانه خدماتو ته هڅوي.

دده په خبره دوی ورسره په ځينو مواردو کې خپلې ستونزې شریکې کړې دي، له همدې امله امریکا ددې غوښتونکي ده چې د یادو موسساتو په چارو کې دې مداخله نه کېږي او امریکا یې د بشردوستانه خدماتو بشپړ ملاتړ کوي.

هغه ډاډ ورکړی چې د امریکا پالیسي به هېڅ وخت بشردوستانه خدمات زیانمن نه کړي او په خبره یې فعالیتونو ته یې هېڅ راز خنډ نه جوړېږي.

ویسټ همدا راز وایي چې د بشردوستانه خدماتو، بشري حقونو، اقلیتونو او ښځینه وو د حقونو په اړه یې خپل لیدلوری په واضح توګه د افغانستان له نوي حکومت سره شریک کړی دی او په دې برخه کې نرمښت نشته دی

په ورته وخت کې ټوماس ویسټ په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي، چې د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان له غونډې هرکلی کوي.

نوموړی وايي چې په دې غونډه کې او همدا راز ددغه هېواد په اړه د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه غونډه کې په اسلام اباد کې ګډون کوي.

امریکا وایي دوی د هغو کنفرانسونو هرکلی کوي چې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو، همکاریو او بشري خدماتو په موخه ترسره کېږي.

ټاکل شوې چې په اسلام اباد کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان غونډه د افغانستان په اړه جوړه شي او همدا راز به په اسلام اباد کې د ترویکا فارمټ غونډه هم جوړه شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي