پرون ناوخته پر کونړ ولایت د پاکستان له خاورې د توغندیو برید شوی دی.
په ورته مهال پر ټولنیزو رسنیو داسې ګنګوسې وې چې ګواکې د کونړ ولایت شلطن ولسوالۍ کې ډرون برید شوی او د پاکستاني طالبانو یو مشر پکې په نښه شوی.
خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي ویلي چې د ډرون برید راپورونه ناسم دي، البته سیمه کې د پاکستان لخوا توغندیز بریدونه شوي دي.
کریمي په دې اړه څه ونه ویل چې په دې برید کې کې څوک په نښه شوي، خو زیاته یې کړه چې توغندي په غرونو کې لګېدلي.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې پاکستان غواړي خپلې پوستې رامخکې کړي او په دې توګه پر کونړ سیند لا زیات کنټرول ترلاسه کړي.