غواړې ليکوال/ ه شې؟ څو لارښوونې

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
ژباړه

د ټلويزیون لیدلو پر ځای، هر څومره چې کولای شﺉ مطالعه وکړﺉ.

که غواړﺉ لیکوال شﺉ، دوه کړنې ترسره کړﺉ: ډېر ولولﺉ او ډېر ولیکﺉ.

کله کله که حتا حوصله هم نه لرﺉ باید لیکلو ته دوام ورکړﺉ.

که غواړﺉ تر ټولو په صاقانه توګه ولیکﺉ، باید پوه شﺉ چې ستاسې غړیتوب په ادبپوهانو کې پای ته رسېدلی.

تر ټولو مهم موضوعات هماغه دي چې په اړه یې غږېدل تر ټولو سخت او ستونزمن دي. داسې چې توري ستاسې احساسات کم رنګ کوي د دې موضوعاتو له لیکلو شرمېږﺉ.

د قیدونو کارولو او اوږدو پراګرافونو له لیکلو ډډه وکړﺉ.

کله چې لیکل کوﺉ، له نړۍ سره اړیکه پرې کوﺉ.

ډېر زیات ځان د ژبپېژندو په اصولو کې مه بندوﺉ.

هر څه چې مو ذهن ته رسېږي وازمایﺉ، اړینه نه ده څومره ستړي کوونکي، عادي، عجیب او غریب یا سپين سترګي وي. که مو په درد وخوړل شول خو ښه ده، که نه نو لیرې به یې وغورځوﺉ.

هره ورځ لیکل وکړﺉ.