سعودي عربستان پاکستان ته درې میلیارده ډالر پور ورکړ.
د پاکستان د خزانې وزیر په تازه څرګندونو کې ویلي چې پرون یې له سعودي عربستان دا پیسې تر لاسه کړې دي او هڅه کوي د اقتصادي پراختیا په برخه کې یې وکاروي.
پاکستان په وروستیو کې له سعودي عربستان د پنځه میلیارده ډالره پور غوښتنه کړې وه.
اوس پاکستانی حکومت وایي چې درې میلیارده ډالر پور یې تر لاسه کړی دی.
پاکستان په جنوبي اسیا کې د هغو هېوادونو له ډلې دی چې تر ټولو ډېر پوروړی دی.
دمګړی دغه هېواد شاوخوا ۲۲ میلیارده او ۴۹۸ میلیونه ډالر پوروړی دی.
د نړۍ ډېری بانکونو پاکستان د اقتصادي مسایلو په خړ لېست کې شامل کړی دی او دغه هېواد ته یې پور ورکول بند کړي دي، خو د عربستان په څېر ځينې هېوادونه لا هم دغه هېواد ته پورونه ورکوي.