۱۵ نورو ولایتونو کې هم د پاسپورت وېش پيلېږي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د هېواد په پنځلسو نورو ولایتونو کې هم د پاسپورت د وېش لړۍ پيل شوې ده.

د پاسپورت ریاست سرپرست عالم ګل حقاني په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی د پاسپورت ریاست د ټولو تخنیکي ستونزو د ختمولو په لټه کې دي.

دده په وینا سر له سبا د هېواد په پنځلسو نورو ولایتونو کې هم د پاسپورت د وېش لړۍ پیلېږي او په خبره یې د ولایتونو اوسېدونکي دې په پاسپورت پسې کابل ته نه راځي.

هغه همدا راز وایي چې د نوو پاسپورتونو چاپ ته اړتیا نشته ده او اوسني پاسپورتونه د اوږدې مودې لپاره بسنه کوي.

حقاني همدا راز په کابل کې د پاسپورت د وېش پر پروسه خبرې کړې دي او په خبره یې همدا چې مهمې تخنیکي ستونزې ختمې شي د وېش لړۍ به بېرته له سره پيل کړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي