نړیوال بانک: ژر به افغانستان ته د ۲۸۰ میلون ډالرو د لېږد په اړه پرېکړه وشي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

نړیوال بانک وایي چې د روانې میاشتې تر لسمې نیټې به مرستندویه هېوادونه د بشري مرستو لپاره د افغانستان د بیا رغونې صندوق ته د دغه هېواد د کنګل شوې مالي پانګې د انتقال په اړه خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.

رویټرز اژانس د نړیوال بانک د ویاند له قوله راپور ورکړی دی چې په راتلونکې اوونۍ کې به دغه سازمان بشردوستانه بنسټونو ته د افغانستان د مالي پانګې د لېږد په اړه پرېکړه وکړي.

هغه څرګنده کړې ده چې له دې چارې یې هدف په افغانستان کې د فقر مخنیوی او اړمنو سره مرسته ده.

د یادونې ده چې د نړیوال بانک مدیره پلاوي څو ورځې وړاندې د دغه بانک د هغې پرېکړې ملاتړ وکړ چې ویلي یې وو د افغانستان د یو میلیارد او ۵۰۰ میلیون ډالري کنګل شوې مالي پانګې څخه باید ۲۸۰ میلیونه ډالر له افغانانو سره د مرستې په موخه نړیوالو مرستندویه سازمانونو ته ورکړل شي.

هېره دې نه وي چې نن په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخواني استازي کای ایډه په تازه مرکه کې پر نړیواله ټولنه غږ کړی چې د افغانستان له نوي حکومت سره تعامل ته ادامه ورکړي.

د ده په خبره که نړیوال دا چاره ترسره نه کړي، نو د طا لبانو پر ځای به یې افغانانو ته جزا ورکړي وي.

هغه زیاتوي د نړیوالو فشارونو او اقتصادي بندیزونو زیان تر ډېره عامو افغانانو ته رسېږي، نو ځکه نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې له نوي حکومت سره د تعامل پروسه چټکه کړي.

د نوموړي په خبره څومره چې تعاملات ډېرېږي، دومره د دواړو لورو ترمنځ تفهیم او مذاکراتو ته لار برابرېږي او دواړه لوري کولی شي د یو بل خبرې واوري.

کای آیډه وايي افغانستان پراخو بشري او اقتصادي مرستو ته اړتیا لري او دا کار له نوي حکومت سره له تعامل پرته ممکن نه دی.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي