ژباړه
د روغتیا لپاره د قهوې ګټې لا هم د څېړلو په حال کې دي او اوس څرګندېږي چې د پام وړ ټکې په توګه یې په لیست کې اضافه کړو:
بډوډو ته د قهوې ګټې!
په یوې نوې څېړنې کې چې د امریکا په رسمي ملي بنسټ کې خپره شوې لیکنه کې، څېړونکو د قهوې د اغېز د درک لپاره نوې کړنه د درد لرونکې اختلال د مخنیوي لپاره چې په ١٥% نفوس باندې اغېز ښندي، جوړ کړی.
د قهوې او د بډوډو د تیږو اړوند څېړنه
د بډوډو ملي بنیاد ښيي چې د بډوډو د ناروغیو یوې امریکايۍ مجلې یوه مهمه او نوې څېړنه خپره کړې.
دغې څېړنې د ٥٧٢٠٠٠ وګړو جنټيکي معلومات چې د برېټانیا او فنلنډ وو تجزیه او تحلیل کړل. روغتیاپالې سوزانا سي.لارسون، د دې څېړنې څېړل په غاړه درلودل.
د دې څېړنې موندنې؛
لارسون وویل:” زموږ څېړني په قوي دلیل ښيي، چې د قهوې منظم مصرف، ٤٠% د بډوډو تيږو خطر کموي“.
دا څېړنه ښيي چې هر کال ٥٠٠٠٠٠ وګړي د بډوډو د کاڼو بېړنیو مراقبتونو په هڅه کې دي.
دا لومړنۍ څېړنه نه وه چې د قهوې څښلو او د بډوډو د کاڼو ګواښ کمولو اړیکه یې وموندله، سره له دې څېړونکو وویل چې دا لومړی ځل و، چې د قهوې او د ګردو د تیږو ترمنځ د جنېټېک د رول په اړه وویل.
څېړونکي په دې اړه څه وايي؟
څېړونکو د څو دلیلونو له مخې چې ممکن قهوه د بډوډو د تیږو کمښت سره مرسته کوي، وړاندي وايي. دا چې کافین د ادرارو جریان” د بډوډو د تیږو په وړاندې محافظتي لامل ذی“ زیاتوي.
د یادونې وړ ده چې د کافیین مصرف سره باید په کافي اندازه اوبه وڅښل شي.