ملګرو ملتونه په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ طا لبانو ته و نه سپارله.
د راپورونو له مخې په ملګرو ملتونو کې د اعتبار ورکولو کمېټې پرېکړه کړې چې د اوس لپاره په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ طالبانو ته و نه سپاري.
دغه کمېټه کې د روسیې، چین او امریکا استازي شامل دي او دوی ددغه دایمي استازو د څوکیو په اړه پرېکړه کړې ده.
ملګرو ملتونو د افغانستان تر څنګ د میانمار پوځي حکومت ته هم د دوی د دایمي څوکۍ له ورکړې ډده کړې ده.
دا راپورونه داسې مهال خپرېږي، چې افغان لوري ددغه څوکۍ په ترلاسه کولو کې له روسیې مرسته غوښتې وه.
سهیل شاهین ویلي وو، له روسیې غواړي چې افغانستان ته په ملګرو ملتونو کې ددایمي څوکۍ د سپارلو په برخه کې همکاري وکړي.