بهرنیو چارو وزارت وایي له امریکایي لوري سره یې ګټورې خبرې لرلې دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې د امریکا او افغان لوري ترمنځ دوه ورځنۍ خبرې پای ته رسېدلې دي.
دده په وینا په دې مذاکراتو کې پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي او سیاسي مسایلو او بشردوستانه مرستو خبرې شوې دي.
افغان لوري له امریکا غوښتي چې پر افغانستان خپل بندیزونه پای ته ورسوي، کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي، بشر دوستانه مرستو ته لار پرانیزي او سیاسي مسایل دې له بشردوستانه فعالیتونو بېل کړي.
همدا راز د دواړو لورو تخنیکي ټیمونو هم پر بېلو دوه اړخیزو مسایلو خبرې کړې دي او تینګار شوی چې دغه ډول مذاکرات باید دوام وکړي.
د امریکايي لوري مشري ټام ویسټ او د افغان لوري مشري بیا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي کوله.
افغان لوري امریکا ته ډاډ ورکړی چې له افغانستان به د هېچا امنیت ته خطر نه جوړېږي، نو له همدې امله امریکا ته په کار ده چې خپل بندیزونه او فشارونه پای ته ورسوي.