د ناټو دوه ورځنۍ غونډه؛ پر افغانستان هم خبرې کېږي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

نن د افغانستان او نورو موضوعاتو په اړه د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه پیلېږي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ تر غونډې مخکې خبریالانو ته ویلي چې افغانستان هم ددې دوه ورځنۍ غونډې په اجنډا کې شامل دی.

هغه ویلي چې د افغانستان پر اوسني وضعیت، له دغه هېواد د بهرنیو سرتېرو تر وتلو وروسته رامنځ ته شوو اندېښنو، د ترهګرۍ ضد مبارزې او نورو اړوندو مسایلو خبرې کېږي.

هغه یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې د طا لبانو واک ته رسېدل د دوی لپاره خواشینوونکي دي خو تمه لري چې له دغه هېواد ترهګریز ګواښونه جوړ نه شي.

سټولټنبرګ همدا راز ټینګار کړی چې دوی په افغانستان کې له خپل شل کلن حضور درسونه هم اخیستي دي او د ناټو لپاره سترې تجربې دي.

په ورته وخت کې سعودي عربستان د اسلامي همکاریو له نړیوال سازمان غوښتي چې د افغانستان په اړه یوه بېړنۍ غونډه راوبولي.

د عرب نیوز د راپور له مخې عرب چارواکو ویلي چې دوی په افغانستان کې د دایمي ثبات او سولې غوښتونکي دي او تمه لري چې ژر تر ژره له افغانانو سره د اسلامي هېوادونو په مرسته بشردوستانه همکارۍ وشي.

سعودي عربستان دغه راز ویلي چې دوی په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت غوښتونکي دي او تمه لري چې د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان غړي هېوادونه هم په دې اړه ټینګار وکړي او طا لبان وهڅوي چې په افغانستان کې له ټولو اړخونو یو جوړ شوی پیاوړی حکومت رامنځ ته کړي.

سعودي عربستان ویلي چې دوی په خپل وار له افغانانو سره بشردوستانه مرستو ته تیار دي او له غړو هېوادونو هم د مرستو او همکاریو غوښتنه کوي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي