جنوبي کوریا له افغانستان سره ۳۲ میلیونه ډالر بشردوستانه مرسته اعلان کړې ده.
د جنوبي کوریا بهرنیو چارو وزارت وایي چې په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی او دوی هڅه کوي د انسانانو د ژغورنې لپاره له دغه هېواد سره مرسته وکړي.
جنوبي کوریا وایي چې دوی د خوړو نړیوال پروګرام ته په افغانستان کې د ناورین د مخنیوي په موخه ۳۲ میلیونه ډالر ورکوي.
بلخوا په جنوبي کوریا کې افغان سفیر د دغه هېواد له مرستو مننه کړې ده او ټینګار کوي چې له دغه هېواد د لا ډېرو مرستو د جذب لپاره هڅه کوي.
په ورته وخت کې ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې د دایمي اقتصادي ودې لپاره د دوی همکارۍ دوام لري.
د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې له افغانانو سره د مرستې لپاره د دوی هڅې دوام لري.
د سرچینې په خبره دوی په دې لټه کې دي چې په افغانستان کې له بېځایه شوو سره د بشردوستانه مرستو تر څنګ دوی ته د دایمي اقتصادي ودې په برخه کې اړینې مرستې ورسوي او داسې لارې چارې ورسره شریکې کړي چې وکړی شي د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.
ددې تر څنګ په افغانستان کې د روغتیا نړیوالې ادارې چارواکو د کندهار له والي سره کتلي دي او هلته یې ژمنه کړې چې د افغانستان د روغتیايي سکتور اړتیاوې به پوره کوي.
ملګرو ملتونو په وروستیو کې په بېلو برخو کې د مرستو او همکاریو ژمنې کړې دي او ټينګار کوي چې هڅه کوي افغانان له اوسني ناورین وژغوري.