بهرنیو چارو وزارت ۵ زره پاسپورټونه سعودي ته لېږلي

سپینه تجريدي ډیزاین

د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي په حکم او د کونسلي چارو د رییس مولوي محمد شفیق خطیب په هڅو پنځه زره جلده پاسپورټونه په سعودي عربستان کې د افغانستان لوی سفارت ته استول شوي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د بهرنیو چارو وزارت رهبري هڅه کوي چې د نړۍ په کچه د افغانانو ستونزو ته پوره رسیدګي وکړي او په کور دننه او بهر د ټولو هېوادوالو ستونزې حل کړي.

بهرنیو چارو وزارت دغه راز ویلي چې دوی به د پاسپورټ ریاست په همکارۍ په نږدې راتلونکې کې د سعودي عربستان په ګډون د نړۍ نورو هېوادونو ته هم د اړتیا په صورت کې په تدریجي ډول د پاسپورټونو د لېږلو بهیر پیل کړي.

د یادونې ده چې نن د پاسپورت ریاست د ا.ا.ا په نوم او لوګو د پاسپورټونو د وېش بهیر پیلېدو خبر رد کړی دی.

د یاد ریاست سرپرست عالم ګل حقاني ویلي چې د افغانستان ا.ا په نوم او لوګو د پاسپورټونو د وېش بهیر پیلېدو خبر حقیقت نه لري.

هېره دې نه وي چې مخکې تر دې یو شمېر رسنیو د یاد ریاست د مسوولینو له قوله راپور ورکړی و چې سر له سبا څخه به په کابل او نورو ولایتونو کې د افغانستان ا.ا په نوم او لوګو د پاسپورتونو د وېش بهیر پیل شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي