د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ له امریکا سره د خبرو په نیت دوحې ته تللي پلاوي له قطري چارواکو سره کتلي دي.
د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې په دې لیدنه کې پر سیاسي، بشري، اقتصادي او روغتیایي موضوعاتو خبرې اترې شوې دي.
د نوموړي په خبره، قطر له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی دی او ژمنه یې کړې ده چې دوی به له دغه هېواد سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
بلخي زیاته کړې چې قطري چارواکو دغه راز ویلي چې دوی به د افغانانو ترڅنګ ولاړ وي او نه پرېږدي چې د دغه هېواد جګړه ځپلی ولس نور هم ستړې وګالي.
په همدې حال کې افغان چارواکو هم د سولې برخه کې د قطر د مثبت رول ستاینه کړې او د لا ډېرو همکاریو غوښتنه یې کړې ده.
په ورته وخت کې اندونیزیا وایي دوی له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي.
د اندونیزیا ولسمشر جوکو وديدو په تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان وضعیت څاري او د بشري حالت په اړه اندېښمن دي.
هغه زیاته کړې چې دوی له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ژمن دي او تر څنګ یې ددې غوښتونکي دي چې په دغه هېواد کې یو ټولشموله حکومت رامنځ ته شي.
د اندونیزیا ولسمشر دغه راز په افغانستان کې د ښځینه وو د حقونو پر ساتلو هم ټينګار کړی دی او وايي ددې غوښتونکي دي چې په دغه هېواد کې د ښځو د تعلیم او نورو اړوندو برخو کې همکاري وکړي.
اندونیزیا وایي په علمي برخه کې هم له افغانستان سره مرستو او همکاریو ته تیار دي.
اندونیزیا تر دې وړاندې هم له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو ژمنې کړې دي او تر څنګ یې د افغان سولې په برخه کې هم همکارې درلودلې.