ژباړه
زیات کار، پرله پسې دنده ترسره کول او د چارو په جریان کې دمه/ استراحت نه کول، د ډېرو بوخت کسانو ورځنۍ او عادي سناریو ده.
کاري بوج او د څو کارونو هممهاله تر سره کول کېدای شي د اسټرس سبب شي او ستاسې په ګټه اخیستنه هم اغېز وښندي.
که دا چاره تاسې ته هم اشنا ده او داسې ورځ تېروﺉ، مهمه ده چې د ښې ګټې اخیستنې او انرژۍ ترلاسه کولو لپاره، بیا فکر وکړﺉ.
د ورځني استرس د مدیریت او ښه کار کولو لوړتیا لپاره، مشاور او روغتیاپال سارلا ټوټلا، په ټولنیزو رسنیو کې د اروايي سلامتیا لپاره، یو دوه دقیقه اي تمرین خپور کړی، چې کولای شﺉ هر وخت او هر ځای ترسره کړﺉ. دا د ساه اخیستلو یو ساده کړنلاره ده چې هر څوک یې تر سره کولای شو.
نومړي په خپل پوست کې وویل: ” تاسې له دمې پرته یوې ناستې څخه بلې ناستې ته ځﺉ. دا ستړې کوونکی چاره تاسې ستومانه کوي. دلته د ساه اخیستلو یوه ساده طریقه ده چې تاسې یې د فعالیتونو ترمنځ ترسره کولای شﺉ. دا تمرین تاسې سره مرسته کوي چې خپل ذهن بیا تنظیم او د بدن انرژي پوره کړﺉ.“
نوموړي وویل:
”دا چې دا تمرین څنګه ستاسې اسټرس کموي حیران به شﺉ. همدا نن دا ساده تمرین په خپل تنګ کاري پلان کې ځای او پايلې یې ووینﺉ.
د دوه دقیقه اي ساده تنفسي تمرین طریقه
ژوره ساه واخلﺉ، ساه مو وساتﺉ او له څو ثانیو وروسته ساه وباسﺉ. دا چاره لس ځلي تکرار کړﺉ. دا لس ځلي هر ځل ساه بنده او خلاصه کړﺉ دا چاره نباید له دوو دقیقو زیا وخت ونیسي.
څو نورې ساده لارې چارې؛
– یوه شپه وړاندې یا سهار د هغو چارو لېست برابر کړﺉ چې ترسره کوﺉ یې.
– له لېست څخه د تر سره شویو کارونو پاکولو ته دوام ورکړﺉ.
– هغه لاملونه چې فکر مو ګډوډوي له منځه یې یوسﺉ.
– خوش بین اوسﺉ او په کافي اندازه خوب وکړﺉ.