د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په اسلام اباد کې د ترویکا ناستې ته ویلي چې د افغانستان اقتصاد د ترینګلتیا په حال کې دی او نړیواله ټولنه باید د دغه هېواد د اقتصاد پیاوړتیا، د کډوالو بحران او یوې کورنۍ جګړې رامنځته کېدو مخنیوي لپاره ژر تر ژره لاس په کار شي.
هغه زیاته کړې ده چې له افغانستان سره د نړۍ تعامل باید له قید او شرط پرته نه وي، بلکې نړۍ ته په کار ده چې په مشروط ډول د افغانستان د ژغورلو لپاره خپل شرایط وړاندې کړي او ژر د عمل ډګر ته ستنه شي.
په همدې حال کې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار هم ویلي چې افغانستان له اقتصادي او بشري بحران سره مخ دی او نړیواله ټولنه نباید افغانستان یو عالم ستونزو ته یوازې پرېږدي.
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف زیاته کړې، چې طا لبان د ولسمشر غني په څیر له پاکستان سره سخت دریځ نه کار نه اخلي.
د یادونې ده چې نن د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د افغانستان په تړاو د سیمې د هېوادونو غونډه جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د روسیې، امریکا او چین په ګډون د سیمې د هېوادونو ځانګړو استازو ګډون کړی دی او تر ټولو مهمه موضوع یې په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت ښه کول او بشري مرستې دي.
په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د امریکا نوي استازي هم ګډون کړی او افغان پلاوی هم د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر په مشرۍ په اسلام اباد کې دی.
تر دې وړاندې پرون په نوي ډهلي کې هم د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو کنفرانس جوړ شوی او ټولو اړخونو ویلي چې له افغان خاورې باید کوم هېواد ته ګواښ جوړ نه شي.
دا ډول کنفرانسونه په مسکو او تهران کې هم جوړ شوي دي.