امریکايي نظامیان وایي دوی په افغانستان کې سترې تېروتنې کړې دي.
د امریکا یوه پخواني پوځي جنرال ډېوېډ پټریوس چې پر مهمو څوکیو یې دنده ترسره کړې وايي، امریکا په افغانستان کې سترې تېروتنې وکړې چې له امله یې له اوسنۍ پایلې سره مخ دي.
هغه وایي دوی په افغانستان کې له جګړې سره هممهاله په عراق کې نښتې پيل کړې، چې دا مسئله افغانستان ته د لږ پاملرنې سبب شوه او امریکايي حکومت میلیاردونه ډالر دغه هېواد ته واستول.
پتریوس وایي امریکا پر وخت له فساد سره مبارزه و نه کړه، د شتمنیو او لګښتونو په اړه بې پروا وو، د احتمالي خطرونو پر وړاندې پر وخت اقدام ونه شو او د امریکايي حکومت بې پامي او پر جګړو تمرکز هغه سترې تېروتنې وې چې امریکا یې اوسنۍ پایلې ویني.
هغه د امریکا په رهبرۍ کې کمزوري او د پلانونو نشتوالی هم ددې جګړې د ناکامۍ لامل بللی دی.
په ورته وخت کې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا پر اوسني ولسمشر جوبایډن توندې نیوکې کړې دي او یو ځل بیا یې ویلي چې بایډن امریکا ټولۍ نړۍ ته په دوه روپۍ کړه.
هغه څرګنده کړې ده چې بایډن د امریکایانو د ستونزو د حل پر ځای خپل ټول پام له جمهوري غوښتونکو سره مبارزې ته اړولی دی.
ټرمپ ویلي چې بایډن د امریکا په څېر د یو مقتدر هېواد د مدیریت وړتیا نه لري.
نوموړي ټینګار کړی دی چې که چېرته ډیموکراټانو ځانګړې توګه د بایډن ادارې لږ تر لږه ۵۰ سلنه وخت هم له چین، روسیې، ایران او اروپایي ټولنې سره مبارزې ته ځانګړی کړی وای نو امریکا به بېرته پخوانۍ برم تر لاسه کړی وای.
ټرمپ ویلي چې د بایډن کارونو امریکا د ټولې نړۍ د خندا وړ ګرځولې ده.