د سوځېدنې په پېښو کې لومړنۍ مرستې

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
ژباړه

١ – سمدلاسه شخص د تودوې له سرچینې لرې کړﺉ تر څو د ډېرې سوځېدنې څخه مخنیوی وشي.

٢ – سوځېدلای ځای د ٢٠ دقیقو لپاره په یخو او یا هم تړمو اوبو کې ونیسي، چې د سوځېدلي ځای د تودوخې درجه راښکته شي.

٣ – له کنګل، کنګل وهلو اوبو، کریم یا غوړ لرونکو موادو لکه کوچ، کار مه اخلﺉ.

٤ – هر ډول ګاڼه یا جواهرات چې سوځېدلي ځای ته نږدې وي لرې کړﺉ.

٥ – که په سوځېدلي ځای څه نښتي وي، نو مه یې لرې کوﺉ.

٦ – ځان ډاډه کړﺉ چې د شخص بدن په پټو سره ګرمېږي، خو پام مو وي چې سوځېدلی ځای په پټو کې پټ نه کړﺉ.

٧ – د لاس سوځېدلې سطحه د خوړو د سلفون* او یا هم پاک نایلون پلاستیک سره وپوښﺉ.

٨ – د هر ډول درد د ارامښت لپاره د پاراسیتامول او یا ایبوبروفن په څېر مسکن وکاروﺉ.

٩ – که سترګه یا مخ سوځېدلی وي، د دې پر ځای چې شخص اوږد وغځېږي ښه ده چې کیني؛ ځکه دا کړنه د پړسوپ د کمښت سره مرسته کوي.

١٠ – که سوځېدل د اسیدي او یا کیمیاوي موادو د غبرګون څخه وي، نو د بېړنيو پېښو شمېرې سره اړیکه ونیسﺉ او هڅه وکړﺉ په پوره احتیاط سره کیمیاوي مواد او توکي له منځه یوسﺉ او د اوبو سره ساحه پاکه کړﺉ.

* سلفون؛ نازک پلاستیک چې خواړه پرې پوښل کېږي.