افغان چارواکي وايي د ټاپي پروژې د پيلېدو لپاره په تیاریو بوخت دي.
د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست وزیر الحاج محمد عیسی اخوند په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې د ټاپي پروژې پر پیل او څرنګوالي خبرې شوې دي.
افغان لوري ویلي دوی هڅه کوي چې د ټاپي پروژې د چارو امنیت په بشپړه توګه تامین کړي او غواړي ددې پروژې د بشپړېدو ویاړ ولري.
سرپرست وزیر ترکمنستان ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان امنیتي ادارې ددغه پروژې د امنیت لپاره چمتووالی لري او پوره هڅه کوي چې دغه مهمه پروژه په سمه توګه بشپړه شي.
ترکمنستاني لوري هم ویلي چې دا ستره پروژه باید ژر پيل شي او چارې یې بشپړې شي.
د ټاپي پروژه دمګړی په ترکمنستان کې بشپړه شوې، د ګازو نل لیکه افغانستان ته را رسېدلې، خو چارې یې تر دې دمه د امنیتي ستونزو له امله نه دي پيل شوې.
په ورته وخت کې تاجکستان وایي روان کال یې له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده.
د تاجکستان د سوداګرۍ د برخې چارواکو په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې روان کال د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه ۷۶.۷ میلیونه ډالرو ته رسېدلې چې د تېر کال په پرتله لوړوالی ښيي.
د تاجک چارواکو په خبره د تېر کال په پرتله د سوداګرۍ په کچه کې شاوخوا ۳۵ سلنه لوړوالی راغلی دی.
تاجکي چارواکي وايي په افغانستان کې له وروستیو تحولاتو سره سوداګري یو څه زیانمنه شوې ده، خو تمه لري چې دغه لړۍ لنډمهالې وي او بېرته په سیمه کې سوداګري وده وکړي.