په مني کې د روغتیا لپاره څلور ډوله خوراکي توکي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ژباړه

چینایي روغتیاپالانو د څلور ډوله خوړو، چې د مني په موسم کې روغتیا ته ګټور دي، یادونه کړې.

د Sina نشريې په حواله، د عسل/ شات، کب، چای او مېوو ګټور خواص چې د ريزش او زکام په مخنیوي کې مرسته کوي ، یادونه وکړه.

د روغتیاپالانو په وینا، سهار کې یوه پیاله اوبه د شاتو سره د روغتیا په ساتلو کې مرسته کوي، د سږو د رطوبت سبب کېږي، ټوخی اراموي، د پوستکي تغذیه برابروي او له بدن زهري مواد لرې کوي.

د کب غوښه د بدن د کولسټرول کچه ټيټوي او چای په بدن کې د بدن د مایعاتو د کمښت لپاره او د معدې او توري/ طحال دندو په ښه والي کې مرسته کوي.

همدارنګه د روغتیاپالانو په وینا، په مني کې باید شفتالو او مڼې ډېرې وخوړل شي. دا مېوې بلغم له منځه وړي او د بدن وېټامین برابروي. مېوه په ځانګړې توکه د قلبي عروقي ناروغانو لپاره، ډېره ګټوره ده.