ضعیف: پاکستان له افغانستان سره دوه مخې لوبه کوي

سپینه تجريدي ډیزاین

د حکومت مسوولین باید په سیمه ییزو او نړیوالو هوکړو کې له پوره دقت کار واخلي.

پخواني طالب چارواکي او په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف له ازبکستان تر کابل بیا پېښور د رېل پټلۍ د هوکړې په تړاو په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې پاکستان په دې برخه کې په پوره مهارت دوه مخې لوبه کوي.

دده په وینا پاکستان غواړي یوازې د افغانستان له خاورې د ترانزیت لپاره کار واخلي خو په بدل کې یې افغانانو ته له خپلې خاورې د ترانزیت او سوداګرۍ زمینه نه برابروي.

دده په وینا دا پټلۍ دې د پېښور پر ځای تر کراچۍ پورې وغځول شي او په دې توګه دې افغانانو ته هم ددې زمینه برابره کړل شي چې د پاکستان له خاورې په استفادې سوداګري او ترانزیت ترسره کړي.

هغه د حکومت پر چارواکو غږ کړی چې په ټولو هوکړو او نړیوالو مسایلو کې دې له پوره دقت او مشورو کار واخلي.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د افغانستان ا.ا د فرهنګي کمیسیون غړي جنرال مبین په یوه تلویزیوني مرکه کې پر پاکستان توندې نیوکې کړې دي.

نوموړي ویلي وو، چې د افغانستان په اړه د پاکستان پالیسي کې تغیر نه دی راغلی او له پیله تر اوسه له افغانانو سره د دښمن په څېر چلند کوي.

هغه زیاته کړې وه چې پاکستان ناټو او امریکا ته خپلې دروازې پرانیستي وې خو کله چې خبره د افغانانو د ګټې شوه نو دوی خپلې دروازې وتړلې.

هغه د پاکستان له لوري د چمن دروازې تړلو ته په اشارې وویل چې دی ځان ته د مسلمان هېواد خطاب هم کوي خو سیاستونه یې په بشپړه توګه له اسلامي اصولو سره په ټکر کې دي.

مبین دغه راز ویلي وو چې ا.ا په اوسنیو شرایطو کې نشي کولی چې له پاکستان سره جګړه وکړي خو په خبره یې، سالمه پالیسي به مخته وړي او هڅه به کوي چې له مناسبو لارو اوسنیو ستونزو ته د حل لار پیدا کړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي