د اسلامي هېوادونو وزیران د افغان نجونو د حق غوښتلو لپاره کابل ته راځي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ټاکل شوې ده٬ چې د اسلامي هېوادونو یو شمېر بهرنیو چارو وزیران کابل ته راشي او په افغانستان کې د نجونو زده‌کړو پر وړاندې په شته خنډونو وغږېږي.

دوی به پر دې وغږېږي، چې افغانې نجونې باید پرېښودل شي چې زده کړې وکړي او له زده کړو د نجونو ممانعت د اسلامي اصولو خلاف عمل دی.

د راپورونو له مخې، تراوسه یوازې د ترکیې بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو او د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیر ریینو مارسودي راتګ کابل ته تایید شوي دي.

د دې سفر د وخت په اړه د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر پرون یوې خبرې غونډې ته وویل چې په څو ورځو کې به دا سفر وشي.

طالبانو شاوخوا یوه میاشت وړاندې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځي بندیز ولګاوه.

خو ځینې طالب مشران وايي٬ چې دوی به ټولو نجونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه ورکړي.

د یادونې ده چې نن د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو وویل٬ چې نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې د ثبات او ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره هڅه وکړي.

ولسمشر ویدودو په تازه څرګندونو کې ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د دایمي ثبات غوښتونکی دی.

دده په وینا دوی او د نړۍ ټول هېوادونه غواړي چې نور افغانستان له دایمي سولې او ثبات برخمن شي.

هغه زیاته کړې د نړیوالې ټولنې مسوولیت دی چې په افغانستان کې د ثبات د راوستو او سولې لپاره لاس په کار شي او د ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره هڅې وکړي.

اندونیزیا په نړۍ کې ستر اسلامي هېواد ګڼل کېږي چې تل یې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره هڅې کړې دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي