آی سي سي یا د کرکټ نړیوالې شورا تازه په شل اوریزه سیالیو کې د الراونډرانو نړیواله درجه بندي اعلان کړه، چې د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشر محمدنبي یوځلې بیا پکې په لومړي ځای کې شتون لري.
ددې شورا له لوري په تازه اعلان شوې درجه بندي کې د اسټرالیا میچل مارش له اتم ځای څخه اووم ځای ته، د عُمان زیشان مقصود له نهم څخه اتم ځای ته او د زیمبابې سین ویلمس بیا له دیارلسم ځای څخه نهم ځای ته پورته شوی.
ددې ترڅنګ د زیمبابې بل الراونډر لوبغاړی ریان بورل بیا له اووم ځای څخه لسم ځای ته کښته شوی، چې درې قدمه شاتګ یې وکړ.
په شل اوریزه سیالیو کې د الراونډرانو تازه اعلان شوې درجهبندي
۱ـ محمدنبي: افغانستان، ۲۸۵ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.
۲ـ شکیبالحسن: بنګلهدېش، ۲۷۵ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.
۳ـ ریچارډ برینګټن: سکاټلینډ، ۱۸۴ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.
۴ـ خاور علي: عُمان، ۱۵۹ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.
۵ـ روهان مصطفی: متحدهعربي امارات، ۱۵۲ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.
۶ـ کلین مکسویل: اسټرالیا، ۱۵۱ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.
۷ـ میچل مارش: اسټرالیا، ۱۴۱ نمرې، یو قدم پرمختګ یې وکړ.
۸ـ زیشان مقصود: عُمان، ۱۳۵ نمرې، یو قدم پرمختګ یې وکړ.
۹ـ سین ویلمس: زیمبابې، ۱۳۲ نمرې، پنځه قدمه پرمختګ یې وکړ.
۱۰ـ ریان بورل: زیمبابې، ۱۳۱ نمرې، درې قدمه شاهتګ یې وکړ.
Zimbabwe's Sean Williams has broken into the top 10 of @MRFWorldwide ICC Men's T20I Player Rankings for all-rounders 🔼
Full list: https://t.co/uR3Jx2jJ5V pic.twitter.com/ZAyu7NDkLE
— ICC (@ICC) September 22, 2021