ډېرى انسانان داسې وي، چې نه غواړي نور د دوى پر وړاندې تحسين او ورته ښه احساس ورکړل شي.
دا ډول کسان خود انده، خود خواه او فرصت طلبه دي، دوى تل هيله مند وي، چې يوازې دې همدوى ونازول شي او د ښو کارونو ستاينه دې وشي.
خو کله چې نور د دوى پر وړاندې بريالي شي دوى د خفګان احساس کوي.
که دا ډول کسانو سره ناسته ولاړه لرئ، نو لاره ترې بيله کړئ، ځکه هغوي يوازې په ظاهر ستاسو خواخوږي او ملګري دي، خو په حقيقت کې ستاسو د ناکامولو اصلي سرچينه ده.
هغه کسان چې دا ډول احساس لري دوى تل په وېره کې ژوند کوي، او له دې ډارېږي، هسې نه چې څوک ترې مخ ته شي.
سالم رقابت د انسانانو تر منځ اغېزناک رول لوبوي، خو دا ډول احساس د دوی ژوند له ستونزو، کړاوونو او فشارونو ډکوي.
له نورو سره سيالي کول په خپل حد کې وساتئ؛ځکه بې ځايه سيالۍ کول مو له خپلې اصلي موخې هم لرې کوي.
نو که غواړئ روښانه او مثبته لار خپله کړﺉ له رښتينو او صادقو خلکو سره اړيکې وساتئ.
مثبت فکر مو نيم ژوند جوړولاى شي او عمل کول مو ټول ژوند.