د ماشومانو د خوندیتوب یا سېف د چلډرېن نړیواله اداره وايي ددې وخت نه دی چې نړیوال افغانانو ته شا کړي.
ددغه ادارې له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې ټول وګړي په تېره ماشومانو بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او ددې وخت دی چې نړیوال په دې برخه کې خپله همکاري ثابته کړي.
دغه نړیوال بنسټ همدا راز وايي چې دمګړی شاوخوا ۵،۵ میلیونه ماشومان په افغانستان کې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او که دا مرستې و نه شي؛ نو ښايي له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.
سېف د چېلډرین وایي دوی له همدې امله په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړې ده، څو وکړی شي له اړمنو ماشومانو او کورنیو سره بېړنیو مرستو ته ادامه ورکړي او په دې برخه کې د نړیوالو لاسنیوي ته اړتیا لري.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش په ژنیو کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې له افغانستان سره بشري مرستې د نړیوالو لومړیتوب دی او په دغه هېواد کې به د بشري او اقتصادي ناورین مخنیوي لپاره پام وړ هڅې وکړي.
ګوترش څرګنده کړې چې ملګري ملتونه افغانانو ته د بشري مرستو برابرولو کې پام وړ رول لوبولی شي او دوی به دې ماموریت ته دوام ورکړي.
هغه ټینګار کړی دی چې نړیوال باید د دغه هېواد د اقتصادي ثبات لپاره هم حل لارې ومومي ځکه د ده په خبره که چېرته د دغه هېواد اقتصادي وضعیت خراب وي؛ نو ترهګر ورڅخه ناوړه ګټه اخیستلی شي.
هغه ویلي چې د ا.ا.ا سره اړیکه مهمه ده او بېلابېل هېوادونه کولی شي له هغوی سره اغېزمنې اړیکې ټینګې کړي.