مالګې يا خوږې ته ډېره لېوالتيا د ناروغۍ نښه ده 

رنګین تجريدي ډیزاین

 

ژباړه

د يو خاص منطق پر اساس، د کافي خوړو د نه خوړلو په صورت کې خوږې او يا مالګې ته ډېره لېوالتيا زيان لري.

د راپورونو پر اساس، په روسيه کې د خوړو او هاضمې متخصصې ايرينا برژنايا، زياتې مالګې او خوږو ته د وګړو د لېوالتيا په اړه مرکه او خبرې وکړې.

اېرېنا برژنايا په دې اړه وويل: ” معمولا زيات خلک د تروو څخه خوږو ته اوړي او د دغه کار لپاره دليل هم شته. هر څه انرژۍ او د هغې چټکتیا ته اړمن دی، چی کولای شي په خوږو کې شته کاربوهایدرېت، دا کمی ترسره شي. هغه په دې باور ده، چې یو کس د سم خوړنیز رژیم درلودلو سره که بیا هم خواږه خوري، نو ستونزه نه لري. خو د کافي خواړو د نه خوړلو په صورت کې، خوږو ته لېواتیا ښه نه ده. ”

دغه متخصصې وړاندې وویل: ” ممکن تاسې له بدني ورزش او ذهني فشار وروسته خواږه وغواړئ، ځکه چې د خوږو مصرف دغه وخت کې زیات وي. پر دې سربېره، تاسو زياتره ککاو خورئ، ځکه د سروتونين لرونکي ده، ککاو د دغه خُلقي او د ذهم د ښه‌والي هورمون د ترشح سبب کېږي “.

د خوړو دغې متخصصې زياته کړه: کله چې تاسې ناڅاپه تروه خواړه غواړئ، ممکن ستاسې په بدن کې ستونزه رامنځته شوي وي. که تروو ته لېوالتیا ښيئ، حتما مو خوړنیز رژيم سوډیم ونه لري؛ ځکه ډېری خلک له مالګې ډارېږي او په یو ډول یې مخدودوي. د بډوډو د ستونزو په صورت کې باید د مالګې له خوړلو ډډه وکړي.

وړاندې له دې ویل شوي وو، چې بوره روږدې کوونکې ده مانا دا چې څومره یې زیاته خورئ، ډېره یې غواړئ. بوره د مغز د رضایت او خوند مرکز د تحریک لپاره له هماغو عصبي لارو تېرېږي، چې مخدره توکي کاروي او د دغه تحریک سره، د مغز د رضایت مرکز دا سېګنال لېږدوي، چې زیات خواړه خورئ.