ژباړه
ایا تل خپلې سترګې مښئ؟ شايد د خپل ځان سره مو فکر کړی وي چې د سترګو مښل نو څه ضرر لري؟ بايد ووایو چې په دې کار تاسو په خپلو لاسونو د ” کراتوکونس” ناروغي سترګو ته انتقالوئ. د دغه ناروغۍ په پای کې د تل لپاره د سترګو روښانه برخه تخريب او د نه درملنې په صورت کې کېدای شي په بشپړه توګه د سترګو د ړنديدو سبب شي!
ايا په دې ورستيو مياشتو کې ستاسو د عينکو نمره په چټکۍ سره لوړه شوې؟ ايا د عينکو سره هم نشيئ کولای سم ووينئ؟ که ستاسو ځواب مثبت وي، ممکن چې تاسو د کراتوکونوس ناروغي ولرئ، چې معمولا دواړه سترګې اغېزمنوي. کراتوکونوس يو ډول ناروغي ده چې د سترګو د بهرنۍ روښانه برخې د نازک کېدلو سبب کېږي. کراتوکونوس چې په بشپړ ډول په لوړ عمر کې پیلېږي، د ۲۰ – ۴۰ کلنۍ پورې پرمختګ کوي او دا چټکوالی په ناروغانو کې زياتره وخت چټک وي .
د سترګو د خارښت درملنه څنګه کېږي ؟
که څه هم څرګند دلیل نشته، مګر داسې ګمان کېږي چې د سترګي سولېدل پ،ه ځوانانو کې د دغه ناروغۍ او شديد حساسيت سبب کېږي. پردې سربېره، په ځانګړې توګه د کمپيوټر/ موبایل زیات کارول، چې د سترګو د وچوالي سبب کېږي، کېدای شي د کراتوکونوس د ناروغۍ سبب هم شي .
که چېرې د کراتوکونوس نشخیص چې معمولا ژر نه کېږي، د لومړيو نښو د نه شکایت له امله د درملنې په پیل کې منوقف نشي، امکان لري چې د سترګو په نمره کې جدي زیاتوالی، د قرنيې پیوند او په پرمختللو حالتونو کې د ړوندوالي لامل شي.
هغه ناروغان چې له دوو/ ۲ درجو څخه زیات استیګماتیسم لري او د دوی ستونزه د عينکو سره د اصلاح وړ نه وي بايد هر کال د سترګو د ليد معاینات ترسره کړي.
د دغو نښو پر وړاندې هېڅکله مه بې پروا کېږئ!
د کراتوکونوس عادي نښه، چې له امله یې ناروغ نشي کولای خپل ورځني فعالیتونه ترسره کړي، په متوسط ډول هر شپږ میاشتې وروسته د عينکو د ښيښې لوړل دي. کله چې د عينکو د نمرې له اړخه معاینه کېږئ، حتما د قرنيي پنډوالی/ ډبلوالی وڅېړئ.
په ليدو کي تتوالی
د لمر وړانګو او خیره روښانۍ پر وړاندې حساسيت
خطونه، کاږه يا په موجي بڼه لیدل کېږي
د سترګو سوروالی یا پړسوب
د استیګماتیسم ناروغۍ د پرمختګ په صورت کې د سترکو د لید شدید ړوندوالی، په موټر چلولو او لږ واټن کې د کتاب لوستلو کې ستونزه
د کراتوکونوس ناروغۍ درملنه د ناروغي د پړاوونو له مخې کېږي. نو له همدې امله روغتیاپال ته تلل او د ناروغۍ ډول تشخیصول ډېر اړین دي.