د قطر امیر: د دایمي سولې د راتګ لپاره همکاریو ته ادامه ورکوو

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د پاکستان لومړي وزیر د قطر له امیر سره د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کړې دي.

د راپورونو له مخې د قطر امیر په دې تلیفوني مکالمه کې ویلي چې له ټولو ممکنو لارو باید په افغانستان کې روانه څلوېښت کلنه جګړه په بشپړه توګه ختمه کړل شي او قطر د تل په څېر په دې برخه کې همکارۍ ته تیار دی.

شیخ تمیم دغه راز ټینګار کړی چې نړیوال باید له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکړي څو دغه هېواد پر خپلو پښو ودرېږي او پرمختګونه د جګړو د کمولو سبب شي.

عمران خان هم ویلي چې پاکستان په خپل څنګ کې د یوه امن افغانستان غوښتونکی دی.

هغه زیاته کړې چې نړیوال او د سیمې هېوادونه دې د افغانستان په پرمختګ او ثبات کې خپلې مرستې پيل کړي.

بلخوا د ریانووستي د راپور له مخې، د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل ویلي چې له طالبانو سره له خبرو اترو پرته بله داسې لار نشته چې په افغانستان کې د دغې ټولنې ډیپلوماټیک حضور تضمین کړي.

نوموړي زیاته کړې چې باید په دې اړه له طالبانو سره خبرې اترې پیل شي.

بورل ټینګار کړی دی چې له طالبانو سره خبرې اترې ددغې ډلې د رسمیت پېژندلو په مانا نه دي.

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسوول دغه راز څرګنده کړې چې په افغانستان کې له نورو مهمو هېوادونو سره یو ځای ددغې ټولنې حضور اړین دی او د خبرو اترو سطحه وعدو ته ددغې ډلې په ژمنتیا پورې تړلې ده.

هغه ټینګار کړی دی چې اروپایي ټولنه به له افغانستان سره خپلې مرستې څلور برابره زیاتې کړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي