دویمه برخه – څه ډول د نورو زړونه لاسته راوړو؟

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
د یوه ښه انسان ځانګړنې د هغه پر شاوخوا خلکو باندې ډېر اغېز کوي. د دې ترڅنګ چې نور د هغه کړنې کاپي کوي او غواړي چې د هغه په څېر شي، د هغه په څنګ کې د خوشالۍ احساس کوي او له هغه سره د اوسېدو نه خوند اخلي. هغه انسانان چې ښې ځانګړنې لري ډېر ژر د نورو زړونه فتحه کوي او ډېر ملګري لري. د دې لپاره چې ښه انسانان د خپلو شاوخوا خلکو ته ډېر ارزښت ورکوي او هغوی هم په مقابل کې ورته ارزښت ورکوي نو هغوی د يو بل په څنګ کې تل د ارامتیا او هوساينې احساس کوي. دا چې څنګه د نورو زړونه لاس ته راوړو او ټول له موږ سره مينه ولري، په نننۍ لیکنه کې ځينې لارې چارې در ښيو. د لیکنې تر پایه مو ملتیا وکړئ!

لومړی_ له نورو سره بې‌ځایه ټوکې مه کوئ!

که غواړئ چې د نورو په زړونو کې ځای ولرئ، له هغوی سره بې‌ځایه ټوکې مه کوئ او پر هغوی ملنډې مه وهئ! دا سمه ده چې له نورو سره ټوکې ټکالې او د هغوی خندول مهارت غواړي او د دې لامل کېږي چې ستاسو او ستاسو د شاوخوا خلکو ورځ ښه او په خندا تېره شي، خو ټوکې ټکالې او د نورو خندول، له بې‌ځایه ټوکو او ملنډو سره توپیر کوي. په ياد ولرئ چې هېڅکله پر نورو ملنډې ونه وهئ او خپلو ټوکو ته د موضوع د ټاکلو لپاره د خپل شاوخوا خلکو نومونه مه اخلئ او پر هغوی ملنډې مه وهئ! دا سمه ده چې تاسو به د خپل شاوخوا خلکو د نوم له اخيستلو نه کوم بد هدف ونه لرئ او دا به نه غواړئ چې پر هغوی ملنډې ووهئ، خو په دې پوه شئ چې په ټوکو کې د هغوی د نوم اخيستل د هغوی شخصیت ته تاوان رسوي او د دې لامل کېږي چې هغوی له تاسو نه خپه شي او د وخت په تېرېدو سره له تاسو نه کرکه وکړي. نو که غواړئ د نورو زړونه فتحه کړئ، له هغوی سره بې‌ځایه ټوکې مه کوئ او که ټوکې مو هم کولې په دې ځان باوري کړئ، چې ټوکې او خبرې مو پر مقابل لوري بدې نه وي لګېدلي.

دويم_ پر ځان هم وخاندئ!

که غواړئ چې د نورو زړونه لاس ته راوړئ، دا عادت پيدا کړئ چې جدي ونه اوسئ او وکولای شئ چې پر خپل ځان وخاندئ. که کله کله پر ځان وخاندئ، دا کړنه مو د دې لامل کېږي چې ستاسو د شاوخوا خلک دا احساس وکړي چې تاسو خود‌خواه نه يئ او هغوی ته ارزښت ورکوئ، له همدې امله د هغوی په زړونو کې تاسو ته مينه پيدا کېږي او له تاسو سره د ارامښت احساس کوي. د نړۍ تر ټولو مشهوره او محبوبه طنز ويونکي کله چې غواړي ټوکې پيل کړي، لومړی پر خپل ځان ټوکې پيلوي او خاندي او بیا پر نورو ټوکې کوي، ځکه نو هغوی د نړۍ تر ټولو مشهوره طنز ويونکي شوي دي او د خلکو پر زړونو کې ځانګړی ځای لري.

درېیم_ په خپلو خبرو کې، هيله کوم او مننه وکاروئ!

د نورو د زړونو د فتحه کولو لپاره په خپلو خبرو کې هیله کوم او مننه کوم وکاروئ، کېدای شي دې خبرې ته مو پام نه وي شوئ، خو د‌ هيله کوم او مننې په کارولو سره تاسو با ادبه ښکارئ او ډېر ژر به د نورو پام ځان ته واړوئ. ستاسو دغه کړنه نورو ته دا احساس ورکوي چې تاسو د هغوی کړنو ته ارزښت ورکوئ. نو څومره چې کولای شئ، پر خپلو خبرو کې دغه کلمې وکاروئ! هېڅکله د دې هڅه ونه کړئ، چې د يو چا د مقام او پيسو سره سم هغه ته درناوی وکړئ، بلکې هڅه وکړئ چې د يوه رسټورانټ له ګارسون نه نیولې د يوه هېواد تر ولسمشر پورې ټولو ته يو ډول درناوی وکړئ!

څلورم_ له نورو نه بخښنه وغواړئ!

هر انسان په خپل ژوند کې تېروتنه کوي او هر انسان باید خپلو تېروتنو ته پام وکړي. هر انسان چې تېروتنه کوي، باید د خپلو تېروتنو لپاره بخښنه وغواړي. يو انسان کله چې يو چاته درد ورکوي يعني يوه تېروتنه کوي، بېرته باید د هغه درد درمل هم شي، یعني باید د خپلې تېروتنې لپاره بخښنه هم وغواړي. نو په داسې حالاتو کې باید له مقابل لوري نه بخښنه وغواړئ او هغه ته دا احساس ورکړئ چې تاسو له خپلې تېروتنې نه پښیمانه يئ. له نورو نه بخښنه غوښتل ستاسو د کمزورتیا نښه نه ده، بلکې ستاسو د پياوړتیا او ښه اخلاق نښه ده، نو د خپلو تېروتنو لپاره له نورو نه بخښنه وغواړئ او د نورو په زړونو کې ځان ته ځای جوړ کړئ!

پنځم_ د نورو غيبت مه کوئ!

هېڅوک نه غواړي چې بدې خبرې وکړي او يا د نورو په اړه بدې خبرې واوري. ان که هغه غيبت سم هم وي، بیا هم غيبت مه کوئ. په دې باور وکړئ چې که څوک ستاسو پر وړاندې د يو چا غيبت کوي، هغه به يوه ورځ د بل چا پر وړاندې ستاسو غيبت هم کوي. په معمولي ډول ناپوه او نابالغه انسانان خپل ډېری وخت د نورو په غيبت کولو کې تېروي او همدا د دې لامل کېږي چې نور د غيبت کوونکي انسان نه کرکه وکړي، نو هڅه وکړئ چې هېڅکله د نورو غيبت ونه کړئ او په همدې توګه د نورو زړونه لاس ته راوړئ. هېر مو نه شي که په يوه مجلس کې مو د خبرو کولو لپاره هېڅ هم نه لرل غلی پاتې شئ خو د چا غيبت مه کوئ!
په پای کې د دې یادول اړين دي چې ووايم د نورو د زړونه د لاسته راوړلو یوازینی راز د ښو ځانګړنو درلودل دي، نو که تاسو هم غواړئ د خپلو شاوخوا خلکو زړونه لاس ته راوړئ او هغوی ستاسو په څنګ کې د ارامتیا احساس وکړي، ښه اخلاق غوره کړئ!