ژباړه
د روسيې د کيفيت سيسټم سازمان وايي، د روښانه رنګ لرونکو سترګو ته، ممکن د لمر وړانګې زيات زيان ور ورسوي.
دغه سازمان په دې اړه وويل: “په ځانګړې توګه ابي سترګې زيات زيان منونکې دي، البته قهوهاى سترګې د زيان منلو کمه کچه لري.”
هغوى زياتوي چې دا د مېلانين په سطحې پورې تړاو لري، چې دنده يې د وړانګو جذب دى او د شبکيې په اوږدو کې د وړانګو د انعکاس او خپرولو څخه مخنيوى کوي.
د روښانه رنګ لرونکو، خړ، ابي او داسې نور رنګ لرونکو سترکې له دې رنګدانې څخه لږې برخمنې دي.
د سترګو د روغتياپالانو په وينا، ټول وګړي، خصوصا د لمر وړانګو مستقيم لګېدو پر وخت د لمر ضد عينکو ته اړتيا لري. تياره عينکې د سترګو د ساتونکو په مانا نه ده. د پېرلو پر وخت بايد ډېر فکټورونه په پام کې ونيول شي.
د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي دي:” که په کافي اندازه د تورو او د بلوک پرته عينکو کار واخلٸ، د سترګو مردمک د دغو عينکو په کارولو سره منسبط کېږي او په دغه حالت کې د ماورا وړانګو لګېدل د عينکو په نه کارېدونکي حالت کې زيات سترګو ته داخلېږې. نو حتما تورې تيره عينکې د بنفش وړانګو سره وپېرٸ.”
پلاريزه لنزونه د لمر خيره وړانګو په مقابل کې ستاسې له سترګو ساتنه کوي. دا ډول رڼا/ وړانګې کولاى شي د يو وخت لپاره تحرکي او حتا سترګې ړندې کړي.