د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۷م کال کې ترسره شو، چې ددې جام په لومړي پړاو کې هند کرکټ ملې لوبډلې اتلولې خپله کړه.
په دې لیګ کې ویسټ انډیز هیواد دوه ځلې په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶م کلنو کې لومړي مقامونه خپل کړي.
دا لیګ دوه ـ دوه کلونه وروسته لومړی وار ترسره کېده، خو وروسته د کرکټ نړیوالې شورا پرېکړه وکړه، چې باید څلورو کلونو کې یوځلې وشي.
۱ـ هندوستان؛ ۲۰۰۷م کال کې د سویلي افریقا په کوربتوب؛ پایلوبه کې یې په ۵ منډو پاکستان ته ماتې ورکړه.
۲ـ پاکستان؛ ۲۰۰۹م کال کې د انګلستان په کوربتوب، پایلوبه کې یې سریلانکا ته په اتو ویکټو ماتې ورکړه.
۳ـ انګلستان؛ ۲۰۱۰م کال د ویسټ انډیز په کوربتوب، پایلوبه کې یې اسټرالیا ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه.
۴ـ ویسټ انډیز؛ ۲۰۱۲م کال د سریلانکا په کوربتوب، پایلوبه کې یې سریلانکا ته په ۳۶ منډو ماتې ورکړه.
۵ـ سریلانکا؛ ۲۰۱۴م کال د بنګله دېش په کوربتوب، پایلوبه کې یې هندوستان ته په ۶ ویکټو ماتې ورکړه.
۶ـ ویسټ انډیز؛ ۲۰۱۶م کال د هندوستان په کوربتوب، پایلوبه کې یې انګلستان ته په ۴ ویکټو ماتې ورکړه.
نړیوال جام کې زیاتې بونډرۍ وهونکې اووه مشهور لوبغاړي
د نړیوال جام په تاریخ کې ترټولو ډېرۍ بونډرۍ ‹‹څلوریزې او شپږیزې›› د سریلانکا د کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبغاړي مهیلا جواردني وهلې دي.
جواردني ۱۳۶ بونډرۍ وهلې، چې اوس د شل اوریزه نړیوال جام په تاریخ کې ترټولو زیاتې بونډرۍ وهونکې لوبغاړی دی.
تر جواردني وروسته د ویسټ انډیز مشهور لوبغاړی کریس ګېل په دویم مقام کې شتون لري، چې ۱۳۵ بونډرۍ یې وهلې.
ددې لیست په درېیم ځای کې دیلشن، څلورم ځای کې ویراټ کوهلې، پنځم ځای کې مایکلم، شپږم ځای کې روهیت شرما او اووم ځای کې بیا ډیویلرز شتون لري.
۱- مهیلا جواردني: سریلاناکا، ۱۳۶ بونډرۍ یې وهلې.
۲- کریس ګېل: ویسټ انډیز، ۱۳۵ بونډرۍ یې وهلې.
۳- تلکراتن دیلشن: سریلانکا، ۱۲۱ بونډرۍ یې وهلې.
۴- ویراټ کوهلي: هندوستان، ۹۲ بونډرۍ یې وهلې.
۵- برینډن مایکلم: نیوزیلنډ، ۸۶ بونډرۍ یې وهلې.
۶- روهیت شرما: هندوستان، ۸۳ بونډرۍ یې وهلې.
۷- ډیویلرز: سویلي افریقا، ۸۱ بونډرۍ یې وهلې.