له مینې پرته واده کومې پايلې لري؟

سپینه تجريدي ډیزاین
زموږ په ټولنه کې ډېری خلک پرته له دې چې له يو بل سره مینه ولري او يا لږترلږه له واده نه مخکې يو بل وپيژني واده کوي، دا سمه ده چې ډېری داسې ودونو ښې پایلې لرلي او که دوه تنه له واده وړاندې يو بل ونه پیژنی کولای شي تر واده وروسته ځان ته ښه او له خوښيو ډک ژوند جوړ کړي، خو په ټوله کې داسې نه ده او د هر واده پایله مثبت نه وي. کله کله داسې هم کېږي چې که دوه انسانان له واده نه مخکې يو بل ونه پيژني او له يو بل سره د واده کولو لپاره رضايت ونه لري، تر واده وروسته یې ژوند خرابېږي. په نننۍ لیکنه کې غواړم ځينې هغه ټکي در په ګوته کړم چې که دوه تنه له واده نه مخکې يو بل ونه پېژني، له يو بل سره مينه ونه لري او د واده لپاره رضايت ښکاره نه کړي، تر واده وروسته به له کومو پېښو سره مخ شي.

لومړی_ ترمنځ یې مینه نه وي

په ډېر تأسف سره چې زموږ په ټولنه کې ډېری خلک د مينې او جنسي اړيکې ترمنځ توپیر نه شي کولای او داسې فکر کوي چې مینه د انسان هماغه جنسي غريزه ده او د خاوند او مېرمنې ترمنځ جنسي اړيکه په دې معنا ده چې هغوی له يو بل سره مينه لري، خو داسې نه ده. مینه او جنسي اړيکه خورا ډېر توپیرونه لري او هېڅکله د يو بل ځای نه شي نیولای. له خپل خاوند او يا مېرمنې سره مینه لرل په دې معنا چې دواړه لوري په ټوله معنا يو بل ومني، د يو بل ترڅنګ د خوښۍ او سکون احساس وکړي، له يو بل پرته ژوند ورته ستونزمن وي، له يو بل سره صمیميت ولري، يو بل ته پر خپلو ژمنو ولاړ وي او خپله خوښي د مقابل لوري په شتون کې وويني.

دویم_ جنسي اړيکه پکې ډېره نه وي

کله چې په يوې اړيکه کې مينه نه وي (مينه مو په مخکيني پراګراف کې تعريف کړه) نو په دې اړيکه کې جنسي اړيکه هم هغومره ډېره نه وي، ځکه کله چې دوه انسانان له يو بل سره مينه ونه لري او ونه غواړي چې له يو بل سره و اوسي نو د هغوی په منځ کې جنسي غريزه هم لږ وي. کېدای شي چې د اړيکې په لومړيو کې جنسي اړيکه ولري خو د وخت په تېرېدو سره یې زړونه تورېږي او نه غواړي چې دې‌ ډول اړيکې ته دوام ورکړي. له همدې امله په افغانستان کې ډېری نارينه د خپل لومړي واده وروسته که زامن او لورګانې هم ولري او مېرمن یې سم ژوند هم ورته جوړ کړی وي، بيا هم بل واده کوي ځکه چې هغوی د اړيکې په لومړيو کې له خپل واده نه خوښ نه وي او غواړي چې بل واده وکړي.

درېیم_ جګړې او تاوتريخوالی پکې وي

کله چې دوه تنه له واده نه مخکې يو بل ونه پېژني او د ګډ ژوند په هکله له يو بل سره توافق ونه لري، نو باید د اړيکې له لومړيو ورځو نه جنګ او جنجال ته چمتو اوسي، دا ډول جوړې په هرې وړې خبرې له يو بل سره جنګ کوي او کله کله خبره ان تاوتريخوالي ته رسېږي. که دوه تنه له يو بل سره مينه ونه لري د هغوی ترمنځ د قربانۍ ورکولو او له تېروتنو او وړو خبرو نه د تېرېدو هېڅ ډول احساس نه وي او دواړه لوري له يو بل سره ضد کوي. په ځانګړي ډول هغه وخت چې د دواړوو خواوو د خويونو ترمنځ ډېر توپير وي هغه وخت نو بیا د دغو دوو تنو ترمنځ هېڅوک سوله نه شي کولای او کور به یې د تل لپاره د جګړې ميدان وي.

څلورم_ له يو بل نه لرې والی غوره کوي

په يوې اړيکه کې کله چې د ګډ ژوند په اړه توافق نه وي شوی او دواړه لوري له يو بل سره مينه ونه لري د وخت په تېرېدو سره یې يو بل ته هغه احساس چې د اړيکې په لومړيو کې درلود له منځه ځي او کېدای شي داسې يو وخت راشي چې يو بل ته هېڅ ډول احساس ونه لري نو له همدې امله دواړه لوري هڅه کوي چې له يو بل نه لرې والی غوره کړي. د بېلګې په توګه دواړه لوري هڅه کوي چې په دوو بېلابېلو وختونو کې خواړه وخوري تر څو دې ته اړ نه شي چې له يو بل سره په ګډه خواړه وخوري او يا هم هڅه کوي چې کور ته ناوخته راشي تر څو مقابل لوری ويده وي.

پينځم_ راتلونکي لپاره هیله نه لري

له مينې نه پرته واده د دې لامل کېږي چې په اړيکه کې شته دواړه لوري د راتلونکي لپاره هېڅ ډول هيله ونه لري. کله چې مېرمن او خاوند له يو بل نه ملاتړ ونه کړي، د يو بل هيلو ته غوږ نه شي، د مقابل لوري هيلې ونه پيژني او دواړه لوري له يو بل سره د مقابل لوري هيلو ته د رسېدو لپاره له هغه/ې سره مرسته ونه کړي نو دوی ته نه هيله پاتې کېږي او نه هم د هيلو لپاره هڅه کوي. کله چې در ياد کړئ چې له واده نه مخکې مو کومې هيلې لرلې او اوس تر واده وروسته هغو هيلو ته ځکه نه شئ رسېدلای چې خاوند او يا مېرمنه مو هيلو ته د رسېدو لپاره درسره مرسته نه کوي او يا هم هغه هېڅ په دې هيلو کې برخه نه لري نو هغه وخت پوهېږئ چې تاسو د ژوند په يوه سخت پړاو کې شتون لرئ او ژوند مو تباهۍ ته نږدې دی.
د لیکنې په پای کې باید يادونه وکړم چې کله کله د ښځې او خاوند ترمنځ د مینې نه شتون د وخت په تېرېدو سره د پورتنیو ستونزو ترڅنګ د طلاق لامل هم کېږي او دواړه لوري د دې لپاره چې يو بې معنا ژوند پرمخ وړي دې ته اړ کېږي چې له يو بل نه بېل شي او ځان ته نوی ژوند جوړ کړي. نو وړاندې تر دې چې واده وکړئ ډېر غور وکړئ چې د خاوند/مېرمنې په ټاکلو کې تېروتنه ونه کړئ او د واده لپاره داسې څوک وټاکئ چې تاسو ورسره مينه ولرئ او يا لږترلږه په دې پوه شئ چې له هغه کس سره چې تاسو واده کوئ په راتلونکي کې درسره مينه لرلای شي او تاسو ته ښه ژوند برابروالی شي، خو که چېرې اجباري واده کولو ته اړ شوئ نو هڅه وکړئ چې داسې کړنې ترسره کړئ چې مقابل لوری او تاسو وکولای شئ له يو بل سره مينه ولرئ (دا چې څنګه له يو بل سره مينه ولرئ، د ياران ويبپاڼې په ډېرو لیکنو کې په دې اړه معلومات پيدا کولای شئ) او د يو بل په څنګ کې خوشاله ژوند ته دوام ورکړئ.