کله چې د ښځې او خاوند ترمنځ مینه نه وي، هغوی ولې خپلې اړيکې ته دوام ورکوي؟

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
کېدای شي له تاسو سره هم دا پوښتنه وي چې که تر واده وروسته د ښځې او خاوند په اړيکه کې مينه نه وي، ښځه او خاوند ولې هغې اړيکې ته دوام ورکوي؟ په نننۍ لیکنه کې غواړم ځينې هغه لاملونه در وپېژنم چې که تر واده وروسته د ښځې او خاوند ترمنځ په اړيکه کې مينه نه وي خو بیا هم دا لاملونه د دې لامل کېږي چې ښځه او خاوند د اړيکې دوام ته اړ کړي.

لومړی_ په ټولنه او کورنۍ کې د طلاق نه خوښول

کله چې تر واده وروسته د خاوند او مېرمنې ترمنځ مينه نه وي او د يو بل ترڅنګ خوشاله ژوند ونه لري هغوی د دې له وېرې چې د هغوی کورنۍ او ټولنه طلاق نه خوښوي او که چېرې هغوی طلاق واخلي نو کورنۍ یې تر واده وروسته هغوی ونه مني او په ټولنه کې به ورپسې بدې خبرې وشي، له يو بل نه طلاق نه اخلي او له خپګان نه ډک ژوند پر مخ وړي. طلاق الله (ج) ته تر ټولو بد حلال دی او الله (ج) طلاق نه خوښوي خو کله کله د ژوند ستونزې دومره ډېرې شي چې خاوند او مېرمنې ته د هغو ستونزو د حل لپاره یې له طلاق پرته بله لار نه پاتې کېږي او له همدې امله اسلام طلاق حلال کړی دی.

دویم_ د ماشومانو شتون

کله کله د ښځې او خاوند ترمنځ اړيکه دومره خرابه شي چې د حل لپاره یې له بېلتون یا طلاق نه پرته بل لار نه پاتې کېږي خو هغوی د خپلو ماشومانو د شتون لپاره نه شي کولای چې له يو بل نه بېل شي او نه غواړي چې د هغوی بېلتون د هغوی پر ماشومانو بده روحي اغېزه وکړي. په دې موږ ټول پوهېږو چې د مور او پلار بېلتون د دې لامل کېږي چې اولادونه یې يا بې پلاره او یا بې موره لوی شي چې په دې توګه د هغوی تربيې او زدکړو ته په سمه توګه رسېدنه نه کېږي او د هغوی راتلونکی خرابېږي نو له همدې امله ډېر وخت هغه ښځه او خاوند چې تریخ ژوند پرمخ وړي او نه غواړي چې د يو بل په څنګ کې ژوند وکړي د خپلو اولادونو لپاره له يو بل نه، نه بېلېږي. دا ډول مور او پلار د خپل ارامښت په پرتله د خپل اولاد اوسنی او راتلونکی ښه ژوند غوره ګڼي او د خپل ارامښت د هغوی د ارامښت لپاره قرباني کوي.

درېیم_ د يو بل پورې د ژوند تړښت

ډېری مېرمنې په ځانګړي ډول افغانې مېرمنې په معمولي ډول خپل خاوند پورې تړلې وي او له هغوی نه پرته په مستقل ډول ژوند نه شي کولای او په دې نه توانېږي چې د خپل ژوند لومړني او اساسي توکي چې د ژوند کولو لپاره اړين دي؛ لکه خوراکي توکي، جامې، د اوسېدو ځای او داسې نور ډېر اړين ضرورتونه پوره کړي، له همدې امله هغوی له خپل خاوند نه طلاق نه اخلي او خاوند یې هم له همدې امله طلاق نه ورکوي.
په ټوله کې د ښځې او خاوند ترمنځ د ډېرو ناخوالو وروسته بیا هم د ګډ ژوند د دوام همدا درې اساسي لاملونه دي چې نه پرېږدي هغوی له يو بل نه طلاق واخلي او دېته اړ کېږي چې خپل ګډ ژوند ته له ټولو ناخوالو سره دوام ورکړي.