ضعیف: طالبان به ژر تر ژره اردو بېرته جوړه کړي

سپینه تجريدي ډیزاین

د طالبانو یو تن پخواني غړي عبدالسلام ضعیف په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د پنجشیر مسئله اتیا سلنه حل شوې ده.

نوموړي له عربي الجدید ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړې چې که څه هم ویل کېږي چې طالبان به له یوې تر دوو اونیو پورې نوی حکومت تشکیل کړي خو په وینا یې څو پورې چې بهرني ځواکونه په بشپړه توګه له افغانستان څخه وتلي نه وي تر هغې په دې اړه هیڅوک هم د نوي حکومت د تشکیل په اړه کره خبره نه شي کولی.

ضعیف څرګنده کړې چې طالبان هڅه کوي په راتلونکي دولت کې ټولو اړخونو ته پام وکړي څو هر څوک پکې خپل ځان وویني.

نوموړي د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخند په اړه ویلي چې هغه د طالبانو اوسنی مشر دی او راتلونکې کې به هم لومړی کس وي.

هغه د احمد مسعود په مشرۍ د پنجشیر مقاومت ته په اشارې ویلي چې دا ستونزه اتیا سلنه حل شوې او طالبان هڅه کوي یاده موضوع د خبرو له لارې حل کړي.

نوموړي دغه راز ټینګار کړی دی چې ملي اردو د هر هېواد لپاره اړینه ده او تمه ده چې طالبان هم ژر د نظامي بنسټونو ځانګړې توګه د ملي اردو پر بیا جوړولو کار پیل کړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي