ټیسټ کرکټ کې ویراټ کوهلي د کومو توپ اچونکو لخوا زیات سوځول شوی?

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشر، چې د خپلې ښې توپوهنې له امله په نړیواله کچه شهرت او مینوال لري، د ټیسټ کرکټ پیل یې د هند په ملې لوبډله کې د ۲۰۱۱م کال د جون میاشتې په ۲۰مه نېټه د ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډلې پر وړاندې وکړ.

 

ویراټ کوهلي په ۹۴ ټیسټ لوبو کې ۷۶۰۹ منډې جوړې کړې دي، چې پکې ۲۷ سلیزې او ۲۵ بیا پنځوسیزې شاملې دي او د توپوهنې ایویرېج یې ۵۱،۴۱ دی.

 

ددې ترڅنګ یې په یوه ټیسټ لوبه کې ترټولو زیاتې منډې ۲۵۴ ناسوځېدلې دي.

 

دې لیکنه کې موږ شپږ هغه توپ اچونکې درپېژنو، چې په ټیسټ سیالیو کې یې ویراټ کوهلي زیات سوځولی دی.

 

۱- جېمز انډرسن

 

د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې د چټک توپ اچونکې جېمز انډرسن لخوا ویراټ کوهلي په ټیسټ کرکټ کې اووه ځلې سوځول شوی، چې د لیست په سر کې شتون لري.

 

۲- نتن لاین

 

د اسټرالیا د کرکټ ملې لوبډلې د سلو توپ اچونکې نتن لاین لخوا ویراټ کوهلي په ټیسټ کرکټ کې اووه ځلې سوځول شوی، چې تر انډرسن راوروسته د لیست په دویم ځای کې شتون لري.

 

۳- سټووارټ برووډ

 

د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې د چټک توپ اچونکې سټووارټ برووډ لخوا ویراټ کوهلي په ټیسټ کرکټ کې پنځه ځلې سوځول شوی، چې تر نتن لاین راوروسته د لیست په درېیم ځای کې شتون لري.

 

۴- معین علي

 

د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې د سلو توپ اچونکې معین علي لخوا ویراټ کوهلي په ټیسټ کرکټ کې پنځه ځلې سوځول شوی، چې تر سټووارټ برووډ راوروسته د لیست په څلورم ځای کې شتون لري.

 

۵- پات کومینز

 

د اسټرالیا د کرکټ ملې لوبډلې د چټک توپ اچونکې پات کومینز لخوا ویراټ کوهلې په ټیسټ کرکټ کې پنځه ځلې سوځول شوی، چې تر معین علي راوروسته د لیست په پنځم ځای کې شتون لري.

 

۶- بېن سټوک

 

د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې د الراونډر لوبغاړي بین سټوکس له لورې په ټیسټ کرکټ کې ویراټ کوهلي پنځه ځلې سوځول شوی، چې د لیست په شپږم ځای کې شتون لري.