د امریکا جمهوري غوښتونکي: تر ټاکلې نیټې د ټولو ځواکونو وتل ناممکن دي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند ځینې غړو یوې خبري ناستې ته ویلي چې له افغانستان څخه تر ټاکلې نیټې پورې د ځواکونو او همکارانو د ایستلو لړۍ بشپړېدل ناممکن دي.

دوی د امریکا له حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې دا مسئله جدي ونیسي او هر څه ژر پر خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي.

دوی زیاته کړې چې امریکا په دې مسئله کې د چا مشورې او موافقې ته اړتیا نه لري او که چېرته یې څوک مخنیوی کوي؛ نو په تاوان به یې تمامه شي.

هغوی د کابل د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر پر وضعیت هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

د امریکا جمهوري غوښتونکي دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې ولسمشر بایډن په دې وروستیو کې ویلي چې دوی به له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو ضرب الاجل تمدید نه کړي او هڅه کوي چې تر ټاکلې نیټې له دغه هېواد څخه د خپلو سرتېرو د وتلو بهیر پای ته ورسوي.

د یادونې ده چې نن د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، افغانستان ته د راغلو تازه امریکایي سرتېرو لومړنۍ جوپه له هېواده وتلې ده.

دا عسکر چې د پخوانیو هغو د ایستلو بهیر امنیت تامین په موخه افغانستان ته راغلي وو نن یې لومړنۍ جوپه د امریکا په نیت د حامد کرزي له هوایي ډګر څخه وتلې ده.

دا راپور وروسته تر هغه ورکول کېږي چې بریتانیا او استرالیا له ولسمشر بایډن څخه غوښتنه کړې وه چې په خوندې توګه د ځواکونو وتلو بهیر په موخه دې د طالبانو په موافقه د وتلو نېټه وغځوي؛ خو جو بایډن پرون په خپلو تازه څرګندونو کې وویل چې غوره به وي هر څه ژر له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو بهیر پای ته ورسېږي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي