په ګډ ژوند کې ستاسو د خواښې او یا خسر يا واضح ووايم ستاسو د خاوند د مور او يا ستاسو د خاوند د پلار لاسوهنه ستاسو په ژوند کې ډېرې لویې او نه هوارېدونکې ستونزې رامنځته کولای شي، نو د دې لپاره چې يو ښه او له خوښيو ډک ژوند ولرئ باید د خپلې خواښې او خسر زړونه لاسته راوړئ.
اوس نو تاسو سره به دا پوښتنه پيدا شوې وي چې څنګه د خپلې خواښې زړه لاسته راوړو تر څو هغه زموږ په ګډ ژوند کې لاسوهنه ونه کړي. نننۍ لیکنه تر پایه ولولئ، موږ به تاسو ته په دغې لیکنه کې د پورتنۍ پوښتنې ځواب درکړو.
کله چې له خپل خاوند سره واده کوئ، په دې پوه شئ چې باید له هغه او د هغه له کورنۍ سره همغږي و اوسئ او ښې اړيکې ورسره ولرئ. خو هېڅکله اجازه مه ورکوئ چې ستاسو له ښهوالي نه ګټه واخلي او ستاسو په ګډ ژوند کې لاسوهنه وکړي.
د نړۍ په ستونزمنو اړيکو کې يوه هم د ناوې او د خواښې اړيکه ده چې په دې ډول اړيکو کې له پخوا نه ډېر حساسیتونه شتون لري. دا سمه ده چې له يوې جوړې نه د هلک د مور ملاتړ کولای شي هغه جوړه نېکمرغۍ او برياوو ته ورسوي خو برعکس په ګډ ژوند کې د هغې لاسوهنه کولای شي په يوه ګډ ژوند کې ډېر ستونزې پيدا کړي او ان د يوې جوړې د بېلتون لامل شي.
د هلک مور او پلار د خپل زوی په ګډ ژوند کې د هېڅ ډول لاسوهنې حق نه لري او نه شي کولای چې د هغوی ژوند له خوښيو نه د خپګان په لور یوسي. يو مور او پلار د خپل زوی له واده وروسته يوازې هغوی ته د ښه ژوند او ښوو کړنو د لارښوونې حق لري او بس. هغوی نه باید د خپل زوی او ناوې په ګډ ژوند کې بېځايه لاسوهنه وکړي بلکې برعکس باید له هغوی سره د خوشاله او له سوکالۍ نه ډک ژوند په درلودلو کې مرسته وکړي.
همدارنګه زوی او ناوې هم باید هغوی ته پوره درناوی ولري او د هغوی له ښوو او ګټورو مشورو او تجربو نه ګټه واخلي تر څو وکولای شي د يو بل په څنګ کې له خوښيو او برياوو ډک ژوند ولري. کله چې ناوې د خپلې خواښې او يا خسر ناوړه چلند او يا د هغوی په ژوند کې بېځایه لاسوهنه وويني هغه نه باید په تلوار سره د خپلې خواښې او يا خسر ځواب ورکړي او له هغوی سره بېرته ناوړه چلند وکړي.
بلکې باید د دغې موضوع په اړه له خپل خاوند سره وغږېږي او د هغه نظر هم واخلي دواړه يو ځای د ښوو کړنو او سمو لارو پر مټ د هغوی زړونه لاس ته راوړي او هغوی دې ته اړ کړي چې د بدو کړنو او د هغوی په ژوند کې د بېځایه لاسوهنې له ځایه له هغوی سره مینه ولري، ځکه مینه، مینه زېږوي، که تاسو خپلې خواښې او يا خسر ته مینه ورکړئ، هغوی هم دې ته اړ کوئ چې له تاسو سره مینه وکړي.
خو که چېرې له هغې سره مینه ونه کړئ او هغوی د بدو کړنو ځواب په بده ورکړئ په مقابل کې هغوی هم له تاسو سره دوه چنده بده رويه کوي. نو هڅه وکړئ چې د خپلې خواښې او خسر زړونه لاس ته راوړئ او تل له هغوی سره ښه چلند وکړئ.