د افغان ښځو په وړاندې اوس هم خنډونه پراته دي، او وېره شته چې د پخوا په پرتله يې نور هم د ژوند ورځې تيارې نشي. او يو ځل بيا ورباندې ۲۰ کاله مخکينی تاريخ تکرار نشي.
څه ناڅه د مېرمنو په وړاندې ستونزې حل شوي یا د حل کېدلو په حال کې وې، خو اوس يو ځل بيا ښځې د دې لپاره په وېره کې دي چې بيا د غلطې عقيدې ښکار نشي.
له بدهمرغه په ټولنه کې ناوړه، غلط، بې منطقه دودونه، هغه څه دي چې د مېرمنو ژوند يې له ستونزو سره مخ کړی دی.
تعليم ته نه پرېښودل، بدو کې ورکول، بدل کې ورکول، مهر نه ورکول، لوړ ولور يې په سر اخيستل…
مریکا په تېرو ۱۹ کلونو کې د ښځو د ملاتړ لپاره ۷۸۷،۴ میلیونه ډالر لګولي دي. سیګار په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي چې لا هم په افغانستان کې د ښځو وضعیت د اندېښنې وړ دی او جګړې د دوی د پرمختګ په لار کې ستر خنډ دی.
سیګار وایي امریکا په تېرو ۱۹ کلونو کې د ښځو د پرمختګ، ودې او زده کړو په برخه کې څه کم ۷۸۰ میلیونه ډالر لګولي دي، خو داسې ښکاري چې په لرو پرتو سیمو کې دغه لګښتونو د ښځو پر ژوند د پام وړ اغېز نه دی لرلی. سیګار داسې مهال دغه راپور خپروي چې تر دې وړاندې هم د ښځو د پرمختګ او ودې لپاره د امریکا په مرستو ګڼې نیوکې موجودې وې او په دې برخه کې د فساد راپورونه هم خپاره شوي دي.
په اسلام کې زدهکړې په نارينه او ښځينه فرض دي، ښځه کولای شي هره برخه کې زدهکړې وکړي، تعلیم وکړي، دا چې ښځې د ټولنې نيمه برخه تکميلوي ويلی شو چې ډېره اړينه ده چې ښځې باسواده اوسي موږ ليدلي هغه واده شوې باسواده مېرمنې په ډېر ښه ډول د اولادونو پالنه کوي او يوه سالمه کورنۍ روزي، بې علمه، بېسواده خلک د ړندو په څېر دي.
خو نن سبا د ښځو ډېره برخه له دې ورکړل شوي حق څخه پاتې ده او ځیني خو لا د ښځو تعلیم یو ډول شرم ګڼي. داسې کورنۍ هم تر سترګو کېږي چې د خپلو لوڼو او خوېندو د تعلیم پرېښودو ته کوچنۍ بهانه لټوي او په يوه کوچنۍ تېروتنې خپلې لوڼې له زدهکړو بې برخې کوي. د خپلې خور او لور د راتلونکې ژوند په هکله دا فکر نه کوي چې دا به مور کېږي او د دې د تعلیم له کبله به یوه کورنۍ باسواده او روزل شوي با فهمه اولادونه به ټولنې ته وړاندې کړي.
خو له بدهمرغه چې غلطو عقيدو او ناوړه فرهنګ د ښځو هيلې رژولي د ډېری ښځو هغه خیالي نړۍ یې ورانه کړې چې پر حقیقت بدلېدل یې اسانه او یوازې د ټولنې جبر یې پر وړاندې خنډ دی.
نه یوازې دا چې بې سواده ښځې تر دې ډول محدودیت لاندې دي، بلکې ګڼ شمېر با سواده ښځینه هم تر یو ډول فکري او ټولنیز محدودیت لاندې ژوند کوي.
له هغه ډلې د هغو شاعرانو او لیکوالو مېرمنو یادونه کولای شو، چې دوی په خپلو اشعارو یا لیکنو کې د خپلو احساساتو د لېږد پر ځای د نارینهوو احساسات لېږدوي، د ډېری ښځو لیکنې یا شعرونه که ولولو داسې فکر به ونه کړو چې دا د یوې ښځې لیکنه ده. د دوی دا کړنه په ډاګه کوي چې ښځه د نورو محدودیتونو تر څنګ پراخ فکري محدودیت هم لري.
په اوسنۍ نړۍ کې ښځې اوس ډېرې پیاوړې دي او په هر ډګر کې کولای شي د نرانو ښې سیالانې شي.
که موږ د ماشومانو په روزنه کې د هلک او نجلۍ توپیر و نه کړو او نجونو ته له ماشومتوبه د زړورتیا احساس ورکړل شی او زړورې وروزل شي، پوره یوه نسل به یې زړور روزلی وي.