په يوې اړيکه کې له مقابل لوري سره ټوکې کومې ګټې لري؟

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
ډېری خلک فکر کوي چې په يوې اړيکه کې کله چې له مقابل لوري سره ټوکې کوي او هغه ځوروي نو کېدای شي چې مقابل لوری ورنه خپه شي او يا مقابل لوري ته یې شخصیت ټیټ شي، خو داسې نه ده د ښځې او خاوند ترمنځ په اړيکه کې ټوکې او خندا ډېرې ګټې لري چې په نننۍ لیکنه کې غواړم له تاسو سره دغه ګټې شريکې کړم. د لیکنې تر پایه مې ملتیا وکړئ!
ستاسو په نظر د خاوند او مېرمنې ترمنځ اړيکه کې ټوکې او خندا کومې ګټې لري؟

لومړی_ مینه زياتوي

په يوې اړيکه کې له مقابل لوري سره ټوکې کول او د هغه/ې خندول ستاسو په اړيکه کې د مینه د زياتېدو لامل کېږي. څېړنې ښيي چې ښځې غواړي له هغو نارينه وو سره اړيکه ولري چې هغوی ورسره ټوکې کوي او ځوروي یې. ځکه هغه انسان د نورو په خندولو بريالي کېږي چې ښه نظرونه، چټک هوښ، ټولنیزه پوهه او د ټولنې له نورو وګړو سره ملګرتیا ولري او ځيرک وي.
هر انسان غواړي چې مقابل لوری یې پورتنۍ ځانګړنې ولري. کله چې له خپل خاوند يا مېرمنې سره ټوکې کوئ، هڅه وکړئ چې ټوکې مو نوې وي داسې نه چې کومه تکراري کړنه ترسره کړئ او يا له نورو نه تقلید وکړئ!

دویم_ توپیرونه له منځه وړي

کله چې د خاوند او مېرمنې ترمنځ ټوکې وي او هغوی مدام يو بل ځوروي د هغوی دغه کړنه د هغوی د اړيکې د ټينګښت لامل کېږي او د هغوی ترمنځ شته توپیرونه له منځه وړي. هغوی د ټوکو په واسطه کولای شي يو بل وپېژني ځکه کله چې له يو چاسره ټوکې کوو هغه وخت د هغه هر ډول احساسات ښکاره کولای شو.
د هغو جوړو ترمنځ چې ټوکې وي هغوی کولای شي په ډېرې اسانۍ سره د خپل ژوند او خپلو احساساتو په اړه مقابل لوري ته وغږېږي او هغه د خپل ژوند له هرې خبرې نه خبر کړي او هغوی کولای شي چې يو بل ښه او ډېر ژر وپېژني. د دې ترڅنګ کله چې په يوې اړيکه کې ټوکې وي د اړيکې دواړه غړي کولای شي چې په اسانۍ سره يو پر بل انتقاد وکړي او يو د بل نیمګړتیاوې بشپړې کړي.هغه جوړې چې مدام له يو بل سره ټوکې ټکالې کوي هغوی په خپلې اړيکه کې ځان ارامه احساسوي.

درېیم_ ستونزې له منځه وړي

کله چې ستاسو په اړيکه کې ټوکې وي، ټوکې ستاسو د صمیميت لامل کېږي او همدا صمیميت بیا نه پرېږدي چې ستاسو ترمنځ ستونزې شته وي. کله چې د خاوند او مېرمنې ترمنځ ستونزه شته وي يوه ټوکه کولای شي ټولې ستونزې له منځه يوسي او د هغوی اړيکه له خوښیو ډکه شي.
فکر وکړئ کله چې له خپل خاوند يا مېرمنې نه خپه و اوسئ، که چېرې هغه له تاسو سره ټوکې وکړي نو ايا تاسو خپله کنټرولولای شئ او همداسې خپه پاتې کیدلای شئ؟ هېڅ امکان نه لري. د مقابل لوري ټوکه خامخا تاسو خندوي او همدا خندا د دې لامل کېږي چې ستاسو خپګان له منځه لاړ شي، مقابل لوری له تاسو سره ستاسو د خپګان په اړه وغږېږي او تاسو ته قناعت درکړي او يا بخښنه وغواړي او بېرته خپله عادي او له خوښیو ډکې اړيکې ته دوام ورکړئ.
ټوکې او خوشالي د مېرمنې او خاوند ترمنځ د ملګرتیا اړيکه پراخوي او د هرې جوړې د اړيکې د پاېښت لامل کېږي. په يوې اړيکه کې د مقابل لوري خندول اندېښنې، ناهيلۍ او په يوې اړيکه کې شته نورې ټولې ستونزې له منځه وړي او د يوې اړيکې په ټپونو ملحم ږدي‌.
بسنه کوي چې په خپلې اړيکه کې له مقابل لوري سره ټوکې وکړئ، هغه وخندوئ او خپله هم وخاندئ، ترڅو تاسو د نړۍ تر ټولو غوره جوړه و اوسئ او اړيکه مو تلپاتې وي.
د پورتنیو ټولو ګټو ترڅنګ په يوې اړيکه کې ټوکې ټکالې له تاسو سره مرسته کوي چې د ژوند ستونزمنې ورځې شپې د يو بل په څنګ کې په خوښۍ سره تېرې کړئ. له ژوند نه خوند واخلئ او د نړۍ هرې لويې ستونزې ته په اسانۍ سره ماته ورکړئ.
په يوې اړيکه کې ټوکې او خندا د دې لامل کېږي چې د اړيکې دواړه لوري يو بل ته نږدې شي او له خپلې اړيکې نه ډېر خوند واخلي. څېړنې ښيي هغه مېرمن او خاوند چې له خوښيو ډک ژوند لري د هغوی اړيکه تر ډېره دوام کوي او په دې ډول جوړو کې د طلاق د شونتیا کچه ډېره ټيټه وي.
د مېرمن او خاوند اړيکه ټوکو او خندا ته هغومره اړتيا لري څومره چې يو ناروغ د روغېدو لپاره درملو ته اړتیا لري. نو له يو بل سره ټوکې وکړئ او وخاندئ! ژوند یو ځل کېږي او بیا نه تکرارېږي، نو په خوښۍ او خندا یې تېر کړئ!